1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

نوې څيړنه: اقلیمي تغیرات د ميلیونونو انسانانو ژوند ګواښي

۱۴۰۱ آبان ۵, پنجشنبه

د اقليمي تغيیراتو په نتیجه کې ککړې هوا د نړۍ نژدې ۱۰۰ ميلیونه زیانمنونکي وګړي له لوږې سره مخ کړي، د تودوخې د زياتيدو ېې د مړينې کچه تر ۶۸ سلنې لوړه کړې او د فوسيلي موادو د سوند له امله هر کال ۱،۲ميلیونه انسانان مړه کیږي.

https://p.dw.com/p/4IkOl
د لسنټ رپوټ وايي چې د فوسیلی سوند موادو د استفادې له کبله هر کال د نړۍ په سطحه ۱ اعشاريه ۲ میلیونه انسانان خپل ژوند له لاسه ورکوی
د لسنټ رپوټ وايي چې د فوسیلی سوند موادو د استفادې له کبله هر کال د نړۍ په سطحه ۱ اعشاريه ۲ میلیونه انسانان خپل ژوند له لاسه ورکوی انځور: Zhou Changguo/dpa/picture alliance

د ډاکټرانو د یوې تازه څيړنې پاېله ښيي چې نړۍ په داسې حال کې له دغه وضعیت سره مخ شوې چې د «فوسيلي سوند موادو اعتیاد» هر کال د انسانانو روغتيا تضعیف کوي او د دغو موادو د استفادې له کبله هر کال ۱،۲ ميليونه انسانان خپل ژوند له لاسه ورکوي.

د معتبره طبي ژورنال، لنسټ (The Lancet) په رپوټ کې چې د سه شبنې په ورځ خپور شوی، ويل شوي چې د ډبرو سکرو، تيلو، طبيعي ګازو او د بيوميس بڼې سوند موادو د سوځولو په نتيجه کې د هوا د ککړتیا له کبله هر کال د امریکا متحده ایالاتو په ګډون، د نړۍ په سطحه ۱ اعشاريه ۲ میلیونه انسانان خپل ژوند له لاسه ورکوی. رپوټ وايي له دې ډلې انسانانو،۱۱۸۰۰ ېې په امریکا متحده ایالاتو کې مړه کيږي.

رپوټ: اقليمي بدلون د نړۍ یو میلیارډ ماشومان له خطر سره مخ کړي

د لندن پوهنتوني کالج د روغتيا و چاپيريال ساتنې د برخې څيړونکې، مارینا رومانیلو وايي چې «زموږ ژوند د فوسيلي سوند موادو په لاس کې دی.» هغه چې د لنسټ ژورنال مشره هم ده، زیاتوي: «موږ په دوامداره توګه د سوند موادو اعتیاد وينو چې نه یوازې د اقليمي بدلون په نتیجه کې [ناوړه] روغتیايي اثرات تقويه کوي، بلکې په نورو هغو بحرانونو کې هم رول لري چې نن ورځ ورسره نړۍ لاس او ګریوان ده. له هغې ډلې د کرونا وبا، د ژوند لګښتونو د لوړېدو بحران، د انرژۍ بحران او د خوراکي موادو بحران کوم چې د اوکراین جګړې وروسته ېې زور اخیستی دی.»

سږکال په اقلیمي بحرانونو کې لوږه هم ورزیاته شوې

د میرمن رومانيلو په خبره، د لنسټ معکوس کلني ارقام کوم چې د اقليمي بدلون او روغتيا څارنه کوي، نژدې ۱۰۰ تنو تحقیق کونکو ېې د نړۍ په سطحه ۴۳ شاخصه درجه بندي کړي چې په داسې سیمو کې اقلیمي بدلون انسانان لا ناروغانوي او یا لاضعیفوي چې سږکال پکې لوږه هم ورزیاته شوې ده. څيړونکي د نړۍ په ۱۰۳ هیوادونو کې څيړنې وکړې چې په نتیجه کې ېې موندلي چې ۲۶ اعشاریه ۴ سلنه خلک داسې یو وضعیت تجربه کوی چې پوهان ېې«غذایي ناډاډامنتيا» بولي.

م.م: په ۹۰ فيصده هيوادونو کي د ژوند معيار مخ په ځوړ روان دی

میرمن رومانيلو وايي: «د اقليمي بدلون له کبله روغتيايي [بد] اثرات په ډیره چټکۍ د لوړيدو په حال کې دي.»

Somalia Dürre BG Hungersnot
 څيړونکي د نړۍ په ۱۰۳ هیوادونو کې څيړنې وکړې چې په نتیجه کې ېې موندلي چې ۲۶ اعشاریه ۴ سلنه خلک داسې یو وضعیت تجربه کوی چې پوهان ېې«غذایي ناډاډامنتيا» بوليانځور: Jerome Delay/AP/picture alliance

د ملګرو ملتونو عمومي منشي، آنتونیو ګوتریش د ډاکټرانو د نوي رپوټ ستاینه کړې، اما هغه بېا پر دې ټينګار کړي چې «اقليمي بحران موږ له هغې کچې لا ډير وژني چې ډاکترانو ښوولې ده.»

د دغه رپوټ نوې ارزونه ښيي چې په ۲۰۲۰م کال کې د نړۍ په سطحه د لوږې په خپله رپوټ شوې پېښې ۹۸ ميلیونه ډيرې شوي البته د ۱۹۸۱تر ۲۰۱۰ تر منځ کلونو په پرتله چې لامل ېې نهایت ګرمې ورځې ښودل شوي چې په شدت سره له اقلیمي بدلونه سرچينه اخلي.

د اقلیمي تغیيراتوعواقب: د بحرونو څپو بدلون موندلی

د انسانانو په مرګ و مير کې نژدې دوه برابره ډيروالی

رومانیلو وايي د اپیدمیولوژي کمپيوټرایز شوې نمونې هم ښيي چې د تودوخې له کبله د کلنۍ مړېنې ارقام لوړ شوي دي. هغه داسې چې د ۲۰۰۰م او ۲۰۰۴م کال کې د تودوخې له کبله په کال کې د مړينې پېښې ۱۸۷۰۰۰ وې چې په تېرو پنځو کلونو کې بيا د مړېنې دغه ارقام په اوسط ډول ۳۱۲۰۰۰ وې.

د لوئيسويل پوهنتون د چاپيریالي روغتیا پروفیسوره، نتاشا دي جارنيت وايي د هوا ککړتیا او تودوښه دواړه د پاخه عمر درلودونکو انسانانو او حتي د ځوانانو په مرګ و مير کې یوه له لویو ستونزو څخه ده په ځانګړې توګه په بې وزله او فقیرو ټولنو کې.

د میرې لند پوهنتون د چاپیریالي روغتیا پروفیسور، ساکوبي ویلسن، چې د ډاکټرانو د رپوټ له ګډونوالو څخه نه دی، وايي چې د لنسټ څيړنه منطقي ده او کولی شي روغتیا باندې د اقلیمي تغیراتو ناوړه اغیز په ښه شکل سره بيان کړي. هغه د پاکستان وروستیو سیلابونو په څير طبیعي پيښو ته اشاره کوي او وايي: «اوس خلک داسې مړه کېږي لکه موږ چې خبرې کوو.» هغه په دې تړاو وچکالۍ، د دښتو کمېدل، خواړه نه لرل، سيلابونو او د سونامي یادونه کوي: «موږ وليدل چې په پاکستان کې څه پېښ شول. په نايجریا کې مو څه ولیدل.»

د ګلاسکو اقلیمي غونډې پای؛ د نړۍ هيوادونه پر يو نوی توافق سلا شول

د پاکستان سږني سيلابونه

سږکال د پاکستان په سیلابونو کې په سلونو خلکو خپل ژوند له لاسه ورکړ چې د ملګرو ملتونو سازمان په ګډون د دغو سیلابونو اصلی لامل اقلیمي بدلون ښودل شوی دی. پاکستان وايي سږني سیلابونو ورته د لسونو ميليارډه ډالرو په ارزښت مالي زیان رسولی دی.

د کاناډا د کالګري پوهنتون پروفیسور ډاکټر کورتني هاوارد هم د دغې څيړنې ګډونوال نه دی، خو د پروفیسور ويلسن په څير د لیسنت رپوټ تائيدوي. هغه وايي د رپوت جوړنکي برحقه دي چې وايي د فوسيلي سوند موادو اعتیاد د مخدره مضره موادو اعتیاد ته ورته دی.

ولي د بادغیس بزګرانو ایران ته مخه کړې؟

هغه زیاتوي د لسنټ رپوټ ښيي چې د تودوخې او د هوا د ککړتیا له کبله په انسانانو کې د مرګ و میر پېښې ډيرې شوي، خو خلک «ېې پر ضرر د پوهیدو باوجود، خپلو معمولي کړنو ته ادامه ورکوي» چې دا د اعتیاد تعریف دی.

آ/م.ک.ص./ب.ص.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل