1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د اقلیمي تغیيراتوعواقب: د بحرونو څپو بدلون موندلی

۱۴۰۰ مرداد ۱۶, شنبه

د بحرونو او اوقیانوسونو څپې یوې بحراني مرحلې ته رسیدلي دي. د جرمني د پوتسدام ښار د اقلیمي تأثیراتو مؤسسه وايي، چي د اقلیمي تغيیراتو په دلیل د بحرونو د څپو ګډوډویدل به ډیر خطرناکه عواقب ولري.

https://p.dw.com/p/3yg3r
Entstehung Landbrücke Panama
انځور: cc-by:RedAndr-sa

 

د جرمني د پوتسدام ښار د اقلیمي تأثیراتو د تحقیقاتي مؤسسې څخه نیکولاس بویرس د «  "Nature Climate Changeیا طبیعت کي د اقلیمي تغیراتو په مجله کي لیکي: « د دې کار علت د ګرمۍ او حرارت درجې ورځ په ورځ ډیریدل او لوړیدل او همدارنګه د تروو (مالګیني اوبو) اوبو تغیير دی، کوم چي په بحرونو کي د یخو او تودو اوبو د تعادل ساتلو دپاره ضروري دي. دې کار په خپل وار سره په اروپا کي اب وهوا تر خپل تأثیر لاندي راوستلې ده.»

د هغه په خبره احتمالأ د ګرمۍ دایروي ګردش لږ سوی دی. د بحرونو دغه سیسټم ډیر پیچلی دی، کوم چي پر اساس یې تودې اوبه د بحرونو د ګرمو منطقو څخه د شمال خواته او یخي اوبه بیا په ډیر ژوروالي سره د جنوب خواته وړي.

په غربي اروپا کي دغه دایروي ګردش په نسبي ډول سره ملایم حرارت تضمینوي، خو د دنیا پر نورو منطقو باندي هم هغه تاثیر لري. د دغه حساس سیسټم خرابیدل، د ټولي نړۍ او تر ټولو دمخه د اروپا پر اب هوا باندي جدي تاثیرات لري.

د بویرس په خبره، دغه جریان اوس تر بل هر وخت ضعیفه سوی دی. زر کاله د مخه مثلأ دغه ډول حالت نه دی درج سوی. خو دا معلومه نه ده، چي ایا د متوسط ګردش په وضعیت کي دغه تغیير یوازي ددې کار علت دی او که دغه حساس سیسټم خپل حرکتي ثبات د لاسه ورکړی دی. دی وايي، دغه تفاوت ډیر مهم دی.

NASA | Visualisierung des Golfstroms
انځور: NASA/Goddard Space Flight Center

د هغه په خبره د ثبات کمیدل په دې معنی دي، چي د بحرونو او اوقیانوسونو جریان د بحراني کیدو خواته نژدې کیږي. په نتیجه کي د اوبو د ګردش جریان کیدلای سقوط وکړي.

بویرس همدارنګه وايي، هغه عوامل چي د اوبو پر جریان باندي تاثیر کوي، د اوقیانوس اطلس پر ګرمیدو باندي د مستقیم تأثیر تر څنګ، د هغې جملې څخه د یخو څپو د ویلي کیدو په دلیل د خوږو اوبو هجوم، بارانونه او اوبه هم ورځ په ورځ ډیریږي. دی وايي، دا چي د خوږو اوبو مقدار داسي یو عکس العمل رامنځته کوي، انتظار یې نه درلود.

د بویرس په خبره، که د اوبو د دایروي ګردش جریان همداسي ادمه پیدا کړي، په څو راتلونکو لسیزو کي به د اوبو د ګردش عادي جریان قطع او امکان لري، ټوله بحرونه کنګل سي.