م.م: طالبانو په افغانستان کې د پولیو واکسین کمپاین ځنډولی
۱۴۰۳ شهریور ۲۶, دوشنبهملګرو ملتونو د دوشنبې په ورځ (۲۰۲۴م کال د سپتمبر ۱۶) خبر ورکړی دی چې طالبانو په افغانستان کې د پولیو یا ګوزن واکسین راتلونکی کمپاین ځنډولی دی. افغانستان او پاکستان په نړۍ کې له محدود هیوادونو څخه دي چې پکې د پولیو یا ماشومانو د فلج مثبتې پیښې ثبتیږي.
ټاکل شوې وه چې په روانه سپتمبر مياشت کې په ټول افغانستان کې د پولیو ضد سراسري واکسین کمپاین پیل شي. ملګرو ملتونو زیاته کړې ده چې طالبانو د کمپاین تر پیل وړاندې دوی ته د دغه کمپاین د ځنډولو خبر ورکړی دی.
طالبانو ملګرو ملتونو ته د دغه اقدام د دلیل په هکله څه نه دي ویلي او په دې هکله د طالبانو چارواکي هم تبصرې ته حاضر شوي نه دي.
د افغانستان په ګاونډ پاکستان کې هم د پولیو مثبتې پیښې ثبت شوي دي چې وخت نا وخته پکې د پولیو د کمپاین تطبیقوونکي د وسله والو کسانو تر بریدونو لاندې راځي. په دغه هیواد کې د پولیو واکسیناتوران چې پولیس یې امنیت خوندي کوي، څو ځله په وسله والو بریدونو کې وژل شوي. د دغو وسله والو په باور د پولیو واکسین د غرب داسې دسیسه ده چې له کبله یې مسلمانان شنډ کیږي.
Ag/k.h,nz