لوېديځو هیوادونو د ښځو او نجونو پرمخ د پوهنتونو تړل غندلي دي
۱۴۰۱ دی ۱, پنجشنبهپه افغانستان کي د طالبانو له خوا د نجونو او ښځو پر مخ د پوهنتونونو دروازې تړل کیدو د خلکو غسه او اندېښنې را پارولي دي، ځکه افغانستان هغه هیواد دی چي د ژوند په هره برخه کي پر ښځو کړۍ راتنګه سوې ده.
د سې شنبې په ورځ طالبانو اعلان وکړ چي تر امر ثاني پوري هیڅ ښځه او نجلۍ نه سي کولای، چي دولتي او خصوصي پوهنتون ته ولاړي سي.
دا نو د طالب سخت دریخي ډلي له خوا په عام ژوند کي د نجونو او ښځو د حذفولو او په پراخه سطحه د ښځو د حقونو د محدودولو د راپيل سوي لړۍ وروستۍ کړۍ وه.
ارپايي ټولنه، جرمني او امریکا متحده ایالات د هغو هیوادونو له ډلي څخه دي چي برايي ماښام يې د یوې ګډي بیانيې په ترڅ کي د طالبانو دا پرېکړه وغندله. د غندني یاده بیانه د آلمان د باندنیو چارو وزارت له خوا خپره سوه.
اړوند: د طالبانو د وروستۍ پريکړي په اړه خلک څه وکړي؟
د استرالیا، کاناډا، فرانسې، آلمان، ایټالیا، جاپان، هالنډ، ناروي، اسپانیا، اتریش، برېتانیا او متحده ایالاتو د باندنیو چارو وزیرانو او د اروپايي ټولني د لوړ پوړو چارواکو په ګډه بیانیه کي راغلي دي: «د طالبانو له خوا له عمومي ژوند څخه د ښځو د یومخ ایسته کولو کومه طرح چي وړاندي سوې ده دا پرېکړه به زموږ او طالبانو ترمنځ د اړیکو پر څرنګوالي اغېز ولري.» بیانیه زیاتوي: «د افغان ښځو او نجونو د ځپلو کومي لاري چاري چي طالبانو راشروع کړي ظالمانه او سیستماتیک دي» په بیانیه کي راغلي دي چي د طالبانو رژیم سیاستونه «د افغانستان د خلکو بشري او نورو بسنټیزو حقونو ته نه پاملرنه څرګندوي.»
د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش هم د طالبانو پر دې پرېکړه ژوره اندېښنه څرګنده کړې ده.
اړوند: په پوهنتونونو کې د نجونو د حضور بنديز ته غبرګونونه
د انتونیو ګوتریش ویاند وايي: «سرمنشي په ټینګار سره ویلي دي چي د افغان نجونو له زده کړو څخه محرومول نه یوازي د ښځو او نجونو د مساوي حقونو څخه سرغړونه ده، بلکي د دغه هیواد د راتلونکي له پاره هم ښې پایلي نه لري.»
د چهارشنبې په سهار په ټولیزو رسنیو کي خپرې سوې ویډویګانو ښيي چي د پوهنتون محصلاني د طالبانو له خوا د پوهنتون له دروازو بیرته جوابیږي، هغوی ژاړي، یوه او بله په غېږ کي نیسي.
د یوه خصوصي پوهنتون له زده کړو څخه محرومي سوي محصلي سیمه ایز تلویزیون شمشاد ته وویل: «برايي ماښام چي مي دا خبر وليد، شل واري مي ولوست، ومي ژړل، ځکه هیلي مي لاهو سوې.»
اړوند: له ښوونځي منع شوي نجونې: له مجبورۍ مو کورک پاکۍ ته مخه کړي
د ننګرهار پوهنتون د طب پوهنځي محصيلانو له نجونو سره د همږغۍ او ملاتړ پر بنسټ له درسي ټولګیو ووتل.
د یوشمېر پوهنتونونو استادانو د بېلګي په ډول، په کابل او کندوز کي خپلي دندي پرېښوولي او استعفاوي يې وکړې.
د بشري حقونو د څار بنسټ دغه پرېکړه «شرموونکې» بللې او باندنیو ډيپلوماټانو ویلي دي، د دغه خبر په اورېدو « شوک/ حق حیران» سوي او له طالبانو غواړي چي خپل تګلوری بدل کړي.
د ښځو د حقونو پېژندل سوي فعالي فوزيې کوفي پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي دي: «په اول وار چي طالبانو په ۱۹۹۶م کال کي کابل ونیو، هغه مهال زه د طب پوهنځي د لومړي کال محصيله وم، خو کله چي هغوی د نجونو پر زده کړو بندیز ولګوی، ما ټکان وخوړ او و ویرېدمه.» کوفي زیاته کړه: «د ډبرو زمانې ته زما د هیواد د ورګرځولو مسؤلیت د چا پر غاړه دی؟»
د ۲۰۲۱م کال د اګست مياشتي له پنځلسمي نېټې څخه چي طالبان پر افغانستان واکمن سوي، ورسره سم د منځنیو ښوونځیو او لېسو دروازې د نجونو پرمخ تړل سوي دي.