د طالبانو د وروستۍ پريکړي په اړه خلک څه وکړي؟
۱۴۰۱ آذر ۳۰, چهارشنبهد نجونو د لوړو زده کړو په اړه د طالبانو تازه پرېکړه په ملي او نړېواله کچه غندل شوې، خو کتونکي وايي تش غندنې اغېز نه شي لرلی.
د شنونکو په باور، سره له دې چې ملګرو ملتونو او د نړۍ هيوادونو د طالبانو حکومت په رسمیت نه دی منلی، خو د طالبانو ادارې سره هره میاشت د میلیونونو ډالرو مرستو دا ډله لا نورو خپلسریو ته هڅولې ده.
په پخواني حکومت کې د لوړو زده کړو وزیر عباس بصیر دویچه ویله ته وویل: «که چېرې هیڅ ډول اقدام ونه شي، خلک او نړۍ په همدې توګه د طالبانو پر وړاندې خاموشه پاتې شي، طالبان ښايي تر دې په بدترو کړنو لاس پورې کړي.»
د طالبانو د لوړو زده کړو وزارت د یوه مکتوب په خپرولو سره ټولو دولتي او شخصي پوهنتونونو ته امر کړی چې د نجونو له پاره لوړې زده کړې تر امر ثاني ځنډېدلي دي، چې له امله یې نن چهارشنبې (۲۰۲۲م کال د ډسمبر ۲۱) ښځي زده کوونکې د پوهنتونونو له دروازو راګرځول شوي دي.
په ټولیزو شبکو کې لاس په لاس کېدونکو ویډیوګانو کې ښکاري چې محصلانې په ژړا او ساندو خپلو کورونو ته ستنیږي.
اړوند مطالب:په پوهنتونونو کې د نجونو د حضور بنديز ته غبرګونونه
خو آيا له خلکو سره په دې اړه د حل لارو په توګه څه پاتې دي؟
مدني اعتراضونه
سیاسي شنونکي وايي چې د خلکو، پوهنتونونو د استادانو او نارینه زده کوونکو ترمنځ ټینګه همغږي کولای شي پر طالبانو فشار راوړي.
بصیر وویل: «مدني حرکتونه کولای شي ډېر موثر تمام شي، لومړي قدم کې د استادانو ترمنځ همغږي رامنځته شي او ترهغې پوهنتونونو ته ولاړ نه شي ترڅو چې طالبانو خپله پریکړه بیرته نه وي اخېستي، دویم ګام کې د پوهتونونو نارینه محصلین دې د ښځو محصلینو ترڅنګ ودریږي او په همغږ ډول دې پوهنتونونو ته له تګ څخه ډډه وکړي.»
د طالبانو د تازه پرېکړې په غبرګون کې په ننګرهار کې د طب پوهنځي محصلانو اعتراض کړی او په ټولیزو شبکو کې لاس پر لاس کېدونکي ویډیوګانې ښيي چې زده کونکي د آزموینې له صحنې وځي.
دغه راز، د کابل پوهنتون د ریاضیاتو پوهنځي استاد عبیدالله وردګ بیا د طالبانو د دې پریکړې په غبرګون کې د دغه پوهنتون د علمي کادر له غړیتوب څخه استعفا ورکړې.
هغه په خپله استعفا کې لیکلي: «نه غواړم د رژیم په داسې پوهنتون کې تدریس ته دوام ورکړم چې نجونو ته پکې د زده کړو اجازه نه وي.»
دغه استاد زیاته کړې چې سره له دې پریکړه یې مناسبه نه ده، خو د اعتراض په توګه ورسره بله لار نه وه پاته.
د طالبانو دا پریکړه ان هغو سیاسي شنونکو هم غندلې ده چې د طالبانو له سیاستونو په پلوي مشهور وو.
په آلمان کې یوه افغان شنونکي ډاکټر هاتف مختار دویچه ویله ته وویل: «موږ د دې له پاره د دې نظام ملاتړ وکړ چې د واک جزیرې یې له منځه یووړې او یو مرکزي دولت یې جوړ کړ، خو له دغه نظام څخه قطعاً د نجونو د ښوونځیو او پوهنتونونو د تړلو په تړاؤ دفاع نه کوو، دغسې عمل د افغانستان د ملت، خلکو او تاریخ سره ظلم او خیانت دی.»
هڅه مو وکړه چې د دې پریکړې د اصلي دلایلو په اړه د طالبانو د حکومت نظر هم واخلو، خو د هغوی د حکومت هیڅ ویاند په دې اړه ځواب ویلو ته نه حاضریږي.
اړوند مطالب:طالبان: نجونې او هلکان دې په جلا ورځو پوهنتون ته راځي
ځینې کتوونکي په دې باور دي چې د طالبانو په اداره کې دغسې پریکړې په یوه واحد دریځ نه کیږي، خو بنسټیزه ستونزه دا ده چې د پریکړو واک تر ډېره د هماغه پخواني فکر لرونکو طالبانو سره دی.
په مالیزیا کې د نړېوالي اړیکو یوه افغان شنونکي عبدالحی قانت په دې اړه دویچه ویله ته وویل: «د دې پریکړو یواځینی دلیل د دې خلکو د یوه طرف د څو کسانو باور او فکر دی، د دې ترشا هیڅ سیاسي مصلحت نشته، دا د یوې محدودي برخې فکر او عقیده ده.»
د دغه افغان شنونکي په اند د حل یواځينی لار د «باورونو بدلون» دی او ترڅو چې دغه فکر بدل نه شي او یا د طالبانو د حکومت د پریکړو واک ترې وانه خېستل شي، وضعیت بدلون نه مومي.