له تحصیله بې برخې شوې نجونې له مجبوريته ودونه کوي
۱۴۰۱ آبان ۲۱, شنبهله کله نه چې طالبانو په کابل کې واک په لاس کې نيولی او له شپږم ټولګي پورته نجونې يې له تعلیمه منع کړې، ډیری نجونې د خپلو پلرونو په انتخاب سره له ځانه مشرو نارینه وو سره ودونه کړي دي.
د فرانسې خبري آژانس د يو شمیر نجونو سره چې په وروستیو مياشتو کې واده او یا نامزد شوي دي، مرکې کړي دي. د دغو نجونو اصلي نومونه ښودل شوي نه دي.
زينب وويل: «ډير مې وژړل او تل به مې پلار ته ويل چې طالبان به د نجونو ښوونځي خلاص کړي، خو هغه راته وویل چې دغه کار نه کيږي او د دې پر ځای چې په کور کې بېکاره کښينم، بهتره ده چې زه واده وکړم.»
د کانکور پایلې، په لسو مخکښو کسانو کې نجونې نشته
د زوم کورنۍ د څو پسونو، وزو او څلور بورې ورېجو سره چې د واده له پاره له هغوی څخه غوښتل شوي ول راغلل او څو ساعته وروسته يې د واده نيټه وټاکل شوه. دغه څو سوه کلن دود د ډيرو خلکو له پاره په افغانستان کې موجود دی.
»زما نظر چا ونه مانه«
د افغاني دود دستور پر اساس، زینب د خپل ميړه کور ته چې له هغه څخه ۱۷ کاله مشر دی، ولیږدول شوه. هغې وويل: «زما نظر چا ونه مانه.»
افغانستان د نړۍ يوازينی هیواد دی چې نجونې په کې متوسطه او لیسه ښوونځيو ته له تلو منع شوي دي.
په کابل او مزارشریف کې طالبانو څرنګه د مظاهرو مخه ونیوله؟
په افغانستان کې اقتصادي بحران او ترڅنګ د نارینه سالارۍ زاړه دودونه او اوس د طالبانو له خوا له تعلیم څخه د نجونو منع کول او په کورونو يې کېنول، هغه ستر لاملونه دي چې له کبله يې ډیری والدینو د خپلو پيغلو لوڼو ودونه چټک کړي دي.
زينب د کندهار له ښاره چې د طالبانو د قدرت مرکز دی، د فرانسې خبري آژانس ته وويل: «د مور او پلار په کور کې به ډیر ناوخته له خوبه پاڅېدم... دلته ټول ماته بدې خبرې کوي.»
له ښوونځیو محرومو نجونو ته په دایکندي کي کتابتون جوړ سو
هغې زیاته کړه: «هغوی وايي، موږ پر تا ډير مصرف کړی او ته هيڅ هم نشې کولی.»
د نجونو راتلونکې ته ناهيليتوب
د افغانستان په غربي ښار هرات کې د ښوونکو د ټولنې مشر، محمد مشعل وايي چې والدين مخ په زیاتېدونکي توګه داسې احساس کوي چې د لوڼو له پاره ېې په افغانستان کې کومه راتلونکې شتون نه لري.
مشعل زیاته کړه: «هغوی فکر کوي چې بهتره ده لوڼې ېې واده شي او یو نوی ژوند پیل کړي.»
افغانستان: د نجونو د ژر ودولو په اړه اندېښنې
کله چې طالبانو د تیرکال په اګست کې د افغانستان کنټرول په لاس کې ونیو، داسې ډيرې لږ هيلې موجودې وې چې دغه ډله دې ښځو ته د خپل لومړني سخت دريځه حکومت په مقایسه دا ځل ډيرې آزادۍ ورکړي. پر افغانستان د طالبانو لومړنۍ دوره د ۱۹۹۶ تر ۲۰۰۱ کلونو پورې وه.
طالبانو په ابتدا کې ژمنه کړې وه چې د ټولو نجونو له پاره به ښوونځي فعال وي اما په مارچ مياشت کې د نوي تعليمی کال په پيل سره، د طالبانو د رهبر، ملا هبت الله آخوندزاده په مخفي امر سره د ښوونځيو د خلاصون پروګرام رد شو.
طالبانو بيرته پر نجونو د ښوونځيو دروازې وتړلې
سخت شرایط او مجبوریتونه
طالب چارواکي وايي چې دغه ممنوعيت موقتي دی، خو دغه کار د ښوونځيو د تړلي ساتلو له پاره ډيرې پلمې پیدا کړي دي. اوس نو د ډیرو نجونو له پاره ډیر ناوخته شوی هم دی.
د نجونو د ښوونځیو بندیدو نجونې له رواني فشارونو سره مخامخ کړي
۱۶ کلنه مریم وايي: «ما هيڅ کله فکر نه کاوه چې درس ويل به مې پرېږدم او په بدل کې به ېې مېړه کوم.» هغې زیاته کړه: «مور او پلار مې تل راڅخه ملاتړ کاوه، خو په اوسنیو شرایطو کې مې حتی مور ونشو کړی چې واده کولو سره مې مخالفت وکړي.»
هغې په يوه کلي کې تر شپږم ټولګي پورې زده کړې کړي وې چې تر هغې وروسته يې پلار د کابل په شمال کې چاریکار ښار ته ګډه وکړه تر څو يې اولادونه هلته خپلې لوړې زده کړې مخ ته يوسي.
د درس پر ځای د کور کارونه
مريم په داسې حال کې چې خپل ۴۵ کلن پلار عبدالقادر ته د سهار چای تیاراوه وویل: «زه اوس د درس ويلو پر ځای کالي او لوښي مينځم او کوټې جارو کوم. دا ټول ډیر سخت کارونه دي.»
افغان میرمنې د مکتبونو د تړل کیدو له بدو عواقبو خبرداری ورکوي
قادر په پام کې لرل چې مریم او د مريم خوېندې له رويبار څخه دمخه خپل تحصيلي اسناد په لاس راوړي. هغه د فرانسې خبري آژانس ته وويل: «غوښتل مې چې هغوی خپل د پوهنتون زدکړې پای ته ورسوي، ځکه د هغوی له پاره مې سخت کارونه کړی ول او مخکې مې ورباندې ډيرې پيسې لګولې وې.»
عبدالقادر په یوه کرايي کور کې ژوند کوي او د طالبانو په حکومت کې يې د يوې دولتي دندې تنخواه هم نژدې نيمايي ته راښکته شوې ده. قادر اړ شوی چې د خوراکي موادو د رانيولو له پاره د کور يو شمیر سامان خرڅ کړي.
هغه وويل: «په افغانستان کې نجونې ډیر فرصتونه نه لري او تر څه مودې تېرېدو وروسته بیا د ودونو وړاندیز هم متوقف کیږي. له طالبانو څخه زما مخکيني تجربه دا ده چې هغوی به په خپل تصمیم کې بدلون رانه ولي: «حتی که د طالبانو په سیاست کې کوم بدلون هم راشي، د مریم له پاره به بې معنی وي.»
طالبان په زرونو ښوونکي ګوماري، خو نجونې به لاهم ښوونځيو ته نه ځي
مریم د فرانسې خبري آژانس ته وويل: «لومړنی کس چې زما له تحصیل سره مخالفت وکړي، هغه به زما ميړه وي. هغه به ما سره فزيکي تاوتريخوالی وکړي.»
له وخت څخه مخکې ودونه
له وخت څخه مخکې ودونه کېدای شي د نجونو او ښځو له پاره، ټول عمر له رنځه ډک ژوند باندې منتج شي. دغه ډول ودونه په ځانګړې توګه د افغانستان په کلیوالي سیمو کې زيات کيږي. دغه ډول ودونه د ولور په نوم پېسو په خاطر چې د ناوې کورنۍ ته ورکول کيږي، د ېوې عایداتي منبعې په توګه هم ارزول کيږي او رایج دي.
کارپوهان وايي چې تعلیم د نجونو له وخت څخه مخکې ودونو په مخنيوي کې اساسي رول لري په داسې حال کې له وخت څخه مخکې ودونه په کم عمر کې د ډيرو ماشومانو د زيږون او د نوو زېږېدلو ماشومانو او مېندو د مرګ و مير کچه هم ورسره لوړيږي.
امريکا د نجونو ښوونځيو له کبله پر طالبانو سختې نيوکې کړي
طالبانو د ښځو پر وړاندې شدید محدودیتونه وضع کړي او دې ته يې اړې کړي تر څو له اسلام څخه د دغې ډلې د سختو عقایدو مطابق پیروي وکړي. د بېلګې په توګه ښځو ته ويل شوي چې په عامه ځایونو کې له حجاب یا برقع سره راڅرګندې شي او له کوره باندې ېوازې د ضرورت په صورت کې ووځي.
مرستندويه سازمانونه وايي چې بهرنیو مرستو سره د افغانستان تړلی اقتصاد، له دغه هیواد څخه د بهرنيو قواوو تر وتلو وروسته سقوط کړی او په سلونو زره کسان بېکاره شوي دي. همدارنګه د ۳۸ ميليونه مجموعي نفوس نیمایي برخه له لوږې سره مخه ده.
»واده بهتره دی تر د کورنۍ د اوږو د سر بار«
ځينې ځوانې نجونې د قربانيو په منلو او د دې له پاره چې د خپلې کورنۍ له اقتصاد سره يې مرسته کړې وي، واده کولو ته غاړه ږدي. په پلازمينه کابل کې ۱۵ کلنه سُمیه وايي: «پلار مې زه مجبوره نکړم؛ خو شرایط داسې راغلل چې ما وړانديز ومانه او نامزده شوم.»
د افغانستان په ځینو سیمو کې اوس هم لیسې پرانیستې دي؟
۲۰ کلنه سارا او ۱۹ کلنه فاطمه خوېندي دي، دوی په دوولسم ټولګې کې وې او يوازې څو مياشتې پاتې وې چې د پوهنتون په کانکور آزموینه کې ګډون وکړي، خو ښوونځی ېې وتړل شو او ونه توانېدې چې له ښونځي فارغې شي. هغوی په داسې حال کې چې پلار ېې د کرونا ناروغۍ له کبله په سخت حالت کې وو، پريکړه وکړه چې نور باید په وار سره د واده کولو په لټه کې شي.
فاطمه وايي: «وجدان مې راته وايي چې واده کول بهتره دي پر ځای د دې چې د کورنۍ د اوږو بار واوسې.»
hs/si/mks/mns (AFP)
له اقتصادي ستونزو سره سره په افغانستان کې د ودونو لګښت لوړ دی، له آرشیفه پر دغې موضو یو انځوریز البوم: