1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

افغانستان: د نجونو د ژر ودولو په اړه اندېښنې

۱۴۰۱ شهریور ۲, چهارشنبه

د کېير مرستندويه ټولنې په افغانستان کې د نجونو د جبري او په کم سنۍ کې د ودولو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده. يادې ټولنې په هېواد کې سختې بې وزلۍ ته اشاره کړې ده.

https://p.dw.com/p/4FypS
د کېير مرستندويه ټولنې په افغانستان کې د نجونو ژر ودولو په اړه انديښنه څرګنده کړې
آرشيف انځور: په هرات کې يوه دولس کلنه ناوېانځور: picture-alliance/dpa/F. Kaimy

د «CARE International»  مرستندويه ټولنې د هغه سروې پر اساس چې د چهار شنبې په ورځ خپره شوې ده، له پوښتل شويو کورنيو څخه یې دولس فيصدو ويلي دي چې دوی د کورنۍ د نورو غړيو له پاره د نفقې برابرولو په موخه د خپلې یوې لور ودولو ته مجبوره شوي دي.

د آلمان په بن ښار کې د يادې ټولنې له خوا ویل شوي دي چې د سروې په حواله ښځې بيا د اقتصادي ستونزو له کبله دې ته مجبوريږي چې د يو وخت خوراک پريږدي.

د کېير انترنيشنل ټولني د خپلو معلوماتو په حواله د دغه رپوټ له پاره د ۲۰۲۲م کال د اپريل او می میاشتو ترمنځ د افغانستان په بېلا بېلو سيمو کې ۳۴۵ ښځې پوښتلي دي. د رپوټ په حواله له پوښتل شويو څخه یې ۸۷ سلنه وويل چې د کورنۍ عايد یې د ۲۰۲۱م کال له اګست مياشتې راهيسې ټيټ شوی دی. د دې علت په هېواد کې د نغدو پېسو کمښت، د کاري ځایونو له منځه تلل او وچکالي بلل شوې ده.

افغان میرمنې د مکتبونو د تړل کیدو له بدو عواقبو خبرداری ورکوي

د رپوټ په حواله له پوښتل شويو څخه یې ډېرو ويلي دي چې خپله ډېر څه نه خوري څو یې د کورنۍ نورو غړيو ته پوره خواړه ورسيږي. په دې توګه له پوښتل شويو یې ۸۰ سلنه ښځو د سروې څخه تر مخه په دوو اونیو کې لږ تر لږه د يوه وخت له خوړو ډډه کړې ده.

۸۴ سلنه ويلي دي چې د کورنۍ د بسټيزو اړتيا د پوره کولو په موخه د ټيټ کيفيت خوراکي توکو کارولو ته هم مجبورې شوي دي.

په نړۍ کي د کوچنيو نجونو ودول ولي ډېر شوي دي؟

په افغانستان کې د ۲۰۲۱م کال د اګست مياشتې په نيمايي کې طالبان واک ته ورسېدل. له هغه وخت راهېسې په هېواد کې اقتصادي وضعيت پر نورو سربیره پر طالبانو د لوېدیځ د بندیزونو له وجې سخت خراب شوی دی. طالبانو همدا راز پر ښځو هم بندیزونه وضع کړي دي او هغوی په عمومي ژوند کې د پخوا په څېر برخه نه شي اخيستلای.

د کېير ټولنه غوښتنه کوي چې د بشري مرستو د ویش په برخه کې دې ښځو ته ځانګړې پاملرنه وشي.

ب. ص/ ن. ز (EPD)

زموږ له آرشيف څخه: