له بريتانيا څخه روانډا ته د مهاجرو د لېږد پرواز لغوه سو
۱۴۰۱ خرداد ۲۵, چهارشنبهد بريتانيا حکومت پلان درلود چي يو شمير هغه مهاجر چې د مانش کانال له لارې په کښتيو کې دغه هيواد ته راغلي ول، و افريقايي هيواد روانډا ته ولېږي. په دې ترڅ کې و روانډا هيواد ته د سه شنبې د ورځې له پاره پرواز پلان سوی ؤ. خو د بشري حقونو لپاره اروپايي محکمې په يوه عاجله فيصله کې وويل چې په دغه پلان سوي پرواز کې د شامل يو عراقي مهاجر لېږد دې ودرول سي. په پلان کې وه چې د بيلو هيوادونو سره تړاو لرونکي پناه غوښتونکي رواندا افریقايي هیواد ته ولېږل سي.
د بريتانې حکومت په ياده اروپايي محکمه کې د ماتې خوړلو باوجود ويلي دي چې روانډا ته د مهاجرو د لېږد پر خپل پلان به ثابت پاته سي او دغه پاليسي به مخ په وړاندې تعقيب کړي. هندي الاصله بريتانوۍ سياستوالې او د کورنيو چارو وزيرې پريتي پټېل په شتراسبورګ کې د اروپايي محکمې د فيصلې د اعلان وروسته د سه شنبې په ماښام وويل: «موږ به له دې کبله له درست کار کولو او د خپل ملت د پولو له ساتلو ونه بيريږو.«
پريتي پټېل زياته کړه «زه ناهيلي سوې يم چې حقوقي دعوی او شخړه په وروستيو دقيقو کې د دې لامل سوې چې د نن له پاره پلان سوی پرواز تر سره نه سو.» د هغې په وينا دا ډېره حيرانونکې وه چې د بشري حقونو له پاره اروپايي محکمې د دغو کسانو لپاره دخالت وکړ، د هغه وروسته چې بريتانوي محکمو مخکې بل ډول فيصلې کړي وې.
له بريتانيا څخه روانډا ته د مهاجرو د لېږد له پاره پلان سوی لومړی پرواز له پلي کېدو څخه لږ وخت تر مخه لغوه کړل سو. خو د بريتانيې د کورنيو چارو د وزيري په وينا د بل پرواز له پاره چمتو والی نيسي.
لندن د روانډا هيواد سره يو ځانګړی تفاهم کړی دی چې په ترڅ کې به يې هغه مهاجر چې د مانش کانال په لاره په کښتيو کې دغه هيواد ته رسيږي، روانډا هيواد ته استوي. د دغو مهاجرو د پناه غوښتنه به په روانډا کې ارزول کيږي. د بريتانيا حکومت غواړي چې په دې توګه له يادې لارې بريتانيا ته راتلونکي مهاجر وبېروي او په دې توګه و بريتانيې ته د مهاجرت مخه ونيسي.
خو د بريتانيا د حکومت دغه پلان په هيواد دننه او دباندې د زياتو بحثونو او تنقيدونو لامل سوی دی. د ملګرو ملتونو تر څنګ يو شمير د بشري حقونو سازمانونو دغه پلان د نړيوالو حقونو نقض بللی دی. خو روانډا او بريتانيا د ياد پرواز د لغوه کېدو وروسته بيا هم د خپل پلان د عملي کولو ژمنه تکرار کړې ده.
ا.آ/ا.خ.ح. (ډي پي اې)
یادونه: دا مطلب د دویچه ویله همکارې رسنۍ انفو مایګرنتس له پاڼې اخیستل شوی