بریتانیا پناه غوښتونکي رواندا ته استوي
۱۴۰۱ فروردین ۲۶, جمعهد روانډا د بهرنیو چارو وزیر وینسنت بیروتا، د نوموړي توافق د اعلان په هکله وویل: «روانډا له بریتانیا سره د مشارکت هرکلی کوي، ترڅو پناه غوښتونکي او مهاجر ومني او د هغوی له پاره د اوسېدو قانوني لاري چاري برابري کړي.»
د بریتانیا د کورنیو چارو وزیره پریتي پاتل همدا اوس په روانډا کي ده. له نوموړي توافق څخه لږ وروسته، د بریتانیا لومړي وزير بوریس جانسن وویل: «سر له نن څخه ...هر هغه څوک چي په غیرقانوني ډول بریتاینا ته داخلیږي او همدارنگه هغه کسان چي د جنوري مياشتي له لومړۍ نېټې څخه په ناقانونه ډول بریتانیا ته راغلي دي، په روانډا کي ورته د بیا میشتیدو زمينه برابریږي.»
د بریتانیا صدراعظم زیاتوي: «موږ باید ډاډ ترلاسه کړو چي بریتانیا ته د رسیدو لار یوازي قانوني او مطمینه لار ده.»
له غیر قانوني مهاجرتونو څخه مخنیوی، د نوموړي محافظه کار سیاستوال له مهمو ژمنو څخه یوه ده. د جانسن د حکومت پر وخت د مانش کانال له لاري بریتانیا ته د رسیدو له پاره د مهاجرو په هلو ځلو کي د پام وړ زیاتوالی راغلی دی.
د ياد هوکړه لیک له مخي، په روانډا کي د دغو مهاجرو د بیا میشتیدو په بدل کي بريتانيا شاوخوا ۱۲۰ میلیون پونډه چي د ۱۴۴ میلیونو یورو سره برابر دي، نوموړي هیواد ته ورکوي.
د روانډا د چارواکو د څرگندونو له مخي، په پام کي ده چي دغه مهاجرین د ټول هیواد په سیمو کي مدغم سي او هغوی ته ددې زمینه برابره سي، چې که هغوی وغواړي د تل له پاره هلته پاته سي.
ډنمارک ته ورته پروگرام
ډنمارک هم په تیر دوبي کي دې ته ورته پروگرام اعلان کړ. دغه هیواد د تیرکال په جون مياشت کي داسي یو قانون تصویب کړ چي په هغه کي راغلي، پناه غوښتونکي دي په سرحدونو کي تر ثبتیدو وروسته، له اروپايي ټولني څخه دباندي د قبلولو یوه مرکز ته انتقال سي.
د ډنمارک په طرحه کي ځیني استثناوي موجودي دي، د مثال په ډول هغه پناه غوښتونکي چي ناروغ وي، په نظر کي نه دي نیول سوي.
د ډنمارک حکومت له روانډا سره د پناه غوښتني او مهاجرت په برخه کي د همکارۍ یوه اعلامیه لاسلیک کړې ده.
د ډنمارک دغه برنامه په هغه وخت کي، د کډوالو په چارو کي د ملگرو ملتونو د عالي کمیشنرۍ او اروپايي ټولني له انتقادونو سره مخامخ سوه.