طالبان: زموږ په زندانونو کې شاوخوا زر ښځې بندیانې دې
۱۴۰۳ شهریور ۱۱, یکشنبهد طالبانو د زندانونو د چارو د تنظیم ادارې د يکشنبې په ورځ (د ۲۰۲۴م کال د سپتمبر ۱) په کابل کې په یوه خبري غونډه کې د دغې ډلې له لوري د زنداني شوو او توقیف شوو افرادو ارقام په ډاگه کړل.
د طالبانو د یادې ادارې مشر، مولوی محمد یوسف مستري، په دې هکله وويل چې کوم افراد چې د افغانستان د مرکز او ولایتونونو په زندانونو کې بندیان دي، د محکمو له خوا محکوم پېژندل شوي دي.
د هغه په خبره، له دې علاوه د ۱۱۰۰۰ تر ۱۲۰۰۰ زرو پورې نور کسان د دوی په توقیف ځایونو کې خپلې شپې او ورځې تېروي او د محکمې فیصلو ته ېې منتظر دي.
مستري د خپلو خبرو په یوه برخه کې وویل: «په زندانونو کې د شاوخوا ۱۱۰۰۰ زره کسانو له ډلې نژدې ۱۰۰۰ تنه ېې ښځې او ۸۰۰ ېې زیر سن افراد دي.»
خو دا چې د طالبانو په توقیفځایونو کې د شاوخوا ۱۰۰۰۰ کسانو په ډله کې هم ښځې او ماشومان موجود دي او که نه، د طالبانو دغه چارواکي ېې په اړه څه ونه ویل.
د طالبانو د زندانونو د تنظیم ادارې د ارقامو له مخې، د دوی په زندانونو کې شاوخوا ۱۵۰ بهرني اتباع هم بندیان دي چې د ګاونډيو او نورو هېوادونو اوسيدونکي دي.
دویچه وله د/م.ک.ص./ا.ا.