امریکا: په افغانستان کې بندي امریکايان لا هم یو لومړيتوب دی
۱۴۰۳ مرداد ۱۹, جمعهطالبانو دوه امریکايي اتباع هر یو راین کاربیت او محمود حبيبي، پر افغانستان تر بیا حاکمېدو یو کال وروسته یعنې د ۲۰۲۲م کال په اګست کې په دوو جلا پېښو کې په کابل کې ونيول. دریم امریکايي جورج ګلیزمن چې د یو سيلاني په توګه افغانستان ته تللی د ۲۰۲۲م کال په وروستیو ونيول شو.
د امریکا متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت ویاند متیو میلر، د پنجشنبې په ورځ وويل چې د طالبانو په بند کې امریکایي اتباعو د خوندیتوب په هکله اندېښنه لري.
کاربیت او حبيبي د ۲۰۲۲م کال د اګست په ۱۰مه نیول شوي دي. مېلر د هغوی د نیول کېدو د دوهمې کلیزې په درشل کې په یوه لنډه خبري ناسته کې وویل: «موږ د امریکايي اتباعو، محمود، راین او جورج ګېلزمن د هوساينې په هکله ژوره اندېښنه لرو چې په ناحقه په افغانستان کې نيول شوي دي.»
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاند وويل چې دوی د امریکايي اتباعو د حبس موضوع په هر تعامل کې چې له طالبانو سره ېې لري، راپورته کړې ده.
مېلر زیاته کړه: « څرنګه چې موږ د هغوی د خلاصون له پاره کار کوو، خپلو کورنو ته د هغوی راوستل به د امریکا متحده ایالاتو له پاره د یو لوړ لومړیتوب په توګه ادامه ولري.»
د شکنجې په برخه کې د ملګرو ملتونو ځانګړي راپورچي په جون میاشت کې ویلي وو چې کاربیت د خپلې روغتیا د نه جبرانېدونکی زیان او حتی د مرګ د مخنيوي له پاره عاجلو روغتیایي مراقبتونو ته اړتیا لري. د کاربیت په هکله ويل شوي چې هغه له ېوې لسیزې زیات وخت په افغانستان کې ژوند کړی او په غیردولتی موسساتو کې ېې کار کړی دی.
ویاند زیاته کړه چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د کاربيت له مېرمنې انا سره په واشنګټن کې وليدل.
حبيبي د یو شرکت چې مرکز ېې په امریکا دی، د شاخواو ۳۰ هغو کارمندانو له ډلې يو دی چې طالبانو په یوه هوايي حمله کې د القاعده شبکې د مشر ایمن الظواهري تر وژنې لږ وروسته ونیول. د فولي په نوم بنسټ چې په بهر کې د زنداني امریکايانو څارنه کوي، وايي چې نور کارمندان آزاد شول خو حبيبي لا هم له کوم تور پرته په بند کې پاته دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت کاربت او ګیلزمن په «غلطي سره نيول شوي» بللي دي. دا هغه نوم یا اصطلاح ده چې د امريکا لا ډېرې حکومتې سرچېنې ورته پام وراړوي. په دوی کې حبيبي بیا دا ډول نوم نه دی ترلاسه کړی، خو د میلر وويل چې دا په دې معنی نه ده چې د هغه د آزادۍ له پاره دې کار ونشي.
هغه وويل: «زه تاسو وېلی شم چې موږ د هغه په لاس راړولو او آزادولو له پاره هم کار کوو.»
Mks/aa (Reuters)