د پاکستان له زندانونو ۶۶ افغان بندیان آزاد سوي
۱۴۰۲ خرداد ۴, پنجشنبهد طالبانو د بهرنیو چارو وزارت مرستیال هم ویلي دي چې دغه بندیان د حکومت په لګښت له پاکستان څخه افغانستان ته لېږدول شوي دي.
په دغه ټویټ کې د خپرې شوې ویډیويي اعلان له مخې په کراچۍ کې د طالبانو عمومي قونسل مولوي عبدالجبار تخاري وايي چې په خوشې شویو بندیانو کې ماشومان هم شامل دي. تخاري وویل چې دغه بندیان د چمن له لارې افغانستان ته رسېدلي دي.
ایران ۱۸۱ افغان زندانیان طالبانو ته سپارلي
همدا راز تخاري زیاته کړې: «د دوی ټول لګښتونه لکه د لاري کرایه، د مدافع وکیل فیس، د جریمې پیسې د کراچۍ د قونسلګرۍ له خوا ورکړل شوي دي.»
هغه د پاکستان له حکومته وغوښتل چې د افغانانو له نيولو دې لاس پر شا سي.
د ایران په زندانونو کې څومره افغانان بندیان دي؟
تخاري همداراز د پاکستان له زندانونو څخه د نورو افغان بندیانو د ژر تر ژره خلاصون غوښتنه هم کړې ده، خو دا لا نه ده په ډاګه شوې چې لا څومره نور افغانان د پاکستان په زندانونو کې بندیان دي.
د تخاري د معلوماتو له مخې، تر اوسه د پاکستان له زندانونو څه باندې ۲۲۷۶ افغان بندیان خوشې شوي دي.