ایران ۱۸۱ افغان زندانیان طالبانو ته سپارلي
۱۴۰۱ اسفند ۱۹, جمعهد طالبانو د باندنیو چارو وزارت مرستیال ویاند حافظ ضیا احمد تکل پر خپل ټویټر لیکلي دي چې دغه زندانیان تېره ورځ د هرات اسلام کلا بندر کې د دوی حکومت ته سپارل شوي دي.
هغه لیکلي: «نن د ۱۴۰۱ هـ ش کال د حوت ١٨ د ایران له لوري افغان حکومت ته د بندیانو د سپارلو په لړ کې (١٨١) افغان بندیان چې په ایران کې زنداني ول د هرات ولایت اسلام قلعه بندر له لارې افغان حکومت ته وسپارل شول.»
حافظ ضیا احمد تکل ویلي دي چې حکومت یې له ایراني چارواکیو سره د خبرو اترو له لارې دې پایلې ته رسېدلي دي چې ایران به ګڼ نور افغان زندانیان د طالبانو حکومت ته وسپاري.
د ایران په زندانونو کې څومره افغانان بندیان دي؟
ویل شوي دي چې د دغو زندانیانو په سپارلو سره په تېره یوه اونۍ کې طالبانو ته د سپارل شویو افغانانو شمېر ۹۰۰ ته ورسېد.
پر افغانستان د طالبانو له دویم ځلي ولکې مخکې او راوروسته ګڼ افغانان د ایران او نورو هيوادونو له لارې بهرنیو هېوادونو ته په ناقانونه لارو سفر کوي چې ډېر کله ترې د زنداني کېدو، وژلو، ټپي کېدلو او شکنجې رپوټونه خپرېږي.