1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستجاپان

د «جی۷» اعلامیه: ایران دې روسیې ته د وسلو استول بند کړي

۱۴۰۲ فروردین ۲۹, سه‌شنبه

د جي۷ غړو هيوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو دوې ورځنۍ غونډه پای ته ورسېده. د اوو هيوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ټینګار وکړ چې ایران نباید اټومي وسلو ته لاسرسی ومومي.

https://p.dw.com/p/4QEFo
آرشیف: د جې ۷ هیوادونو د بهرنیو چارو وزیران
آرشیف: د جې ۷ هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانانځور: Andrew Harnik/ASSOCIATED PRESS/picture alliance

د جي۷ غړو هيوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو دوې ورځنۍ غونډه پای ته ورسېده. د اوو هيوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو ټینګار وکړ چې ایران نباید اټومي وسلو ته لاسرسی ومومي. دوي همداراز له دغه هيواده وغوښتل چې روسیې ته د وسلو له لېږدولو ډډه وکړي.

د جاپان د بهرنیو چارو وزارت ویب پاڼې د ایران او منځني ختیځ په اړه د جي۷ هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د غونډې وروستۍ اعلامیه خپره کړه.

د جاپان د بهرنیو چارو وزیر یوشیماسا هایاشی له خپل ایراني سیال امیر عبداللهیان سره د تیرې اونۍ ټیلیفوني خبرو ته په اشارې سره وویل: د ایران اټومي پروګرام د پراخیدو د مخنیوي او روسیې ته د بې پیلوټه الوتکو د نه ورکولو له پاره ډیپلوماټیکي هڅي روانې دي.

د جاپان د بهرنیو چارو وزیر همداراز اعلان وکړ چې ایران ته د اټومي انرژۍ د نړیوالي ادارې (IAEA) د عمومي مشر رافیل ګروسي د سفر په لړ کې د موافقې د بشپړ او غیر مشروط اجرا په ګډون د تاوتریخوالي د کمولو له پاره د ایران لازم اقدامات په کار دی.

جي ۷ هیوادونه د اوکراین د وضعیت په باب سلا مشورې کوي

د جي۷ د بهرنیو چارو وزیرانو یوځل بیا ټینګار وکړ چې ایران باید هیڅکله اټومي وسلې ترلاسه نه کړي او دا نظر یې څرګند کړ چې ایران د اټومي وسلو د نه خپریدو په اړه پر خپلو ژمنو عمل نه کوې.

بل لور د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلینکن د یوه خپاره کړې ټویټ له لارې د ایران په اړه د جي اووه ډلي د تګلارو همغږۍ ته په اشارې سره لیکلي: «توقیف او ډیپلوماسي له مخنیوي سره.»

بلینکن همداراز د افغانستان په اړه هم ټویټ کړی ویلې ېې دي: «موږ دا هم منو د اړیکو هغه عادي کول چې طالبان یې د نړیوالي ټولنې سر په لټه کې دي د دوې په کړنو پورې اړه لري.»

پر دې سربیره، د جي۷ غړو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو له ایران څخه وغوښتل چې د اوکراین پر وړاندې په جګړه کي د روسیې اردو ته د وسلو ورکول بند کړي.

په ۶۰۰ میلیارده پانګونې سره د چین له نفوذ سره مقابله

په اجنډا کې بیلابیل موضوعات

د جي۷ غړو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو همداراز په خپله وروستۍ وینا کې ګواښ وکړ چې هغه هیوادونه چې د اوکراین په جګړه کې د روسیې سره مرسته کوي لوړه بیه به پرې کړي.

یادو وزیرانو په داسې حال کې چې په بیلاروس کې د روسیې له خوا د اټومي وسلو نصبول "د نه منلو وړ بللي، اعلان ېې وکړ چې دوي به پر روسیې نوې بندیزونه ولګوي.

دوې له روسیې وغوښتل چې ژر تر ژره له کوم قید او شرطه پرته خپل ځواکونه له اوکراین څخه وباسې او جګړه پای ته ورسوي. دوی همداراز اعلان وکړ چې له جګړې وروسته به د اوکراین د بیارغونې په برخه کې خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

په «جي ۷» غونده کي د هوا له بدلون سره د مبارزې ژمني

د جي۷ د بهرنیو چارو وزیرانو په سوډان کې د کورنۍ جګړې په اړه غبرګون وښود. د جګړې او تاوتریخوالي د پای ته رسولو غوښتنه یې وکړه ښکېلو غاړو ته یې د خبرو اترو بلنه ورکړه.

جاپان سږکال د جي۷ هیوادونو د دورېې ناستي مشري پر غاړه لري. دغه دوه ورځنۍ غونډه د دغه هیواد د ناګانو ولایت د "کاروئیتساوا "په ساحلي ښار کې جوړه شوې وه. امريکا، جاپان، فرانسه، جرمني، بريتانيا، ايټاليا او کاناډا د جي۷ غړي دي.