شخړياروپا
جي ۷ هیوادونه د اوکراین د وضعیت په باب سلا مشورې کوي
۱۴۰۱ مهر ۱۹, سهشنبهاعلان
د اوکراین پر ښارونو باندي د روسیې تر تازه سختو حملو وروسته د جي ۷ هیوادونو دولتي او حکومتي مشران نن سه شنبه د اوکراین د جمهوررئیس، ولود یمیر زیلنسکي سره د یوې فوق العاده جلسې له لاري سلا مشورې کوي. زیلنسکي به د اوو لویو صنعتي هیوادونو په دغه سرمشریزه کي په اوکراین کي د وروستي تشنجي حالت په باب خبري وکړي.
د جي ۷ هیوادونو د سرمشریزي بله موضوع د انرژۍ مسأله او د انرژۍ په بازارو کي د بیو لوړیدل دي. جرمني سږکال د جي ۷ هیوادو ریاست پر غاړه لري.