1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستافریقا

امریکا له ایران څخه یمن ته تلونکي توغنديو د سونګ مواد نيولي

۱۴۰۱ آبان ۲۵, چهارشنبه

د امریکا سمندري ځواکونو اعلان کړی دی چې له ايران څخه يمن ته د توغنديو په سونګ موادو بار کښتۍ يې نيولې ده. ويل شوي دي چې په دغه کښتۍ کې ۷۰ ټنه مواد بار ول. دوی ويلي چې دغه مواد د کيماوي سري په بوجيو کې ځای پر ځای شوی ول.

https://p.dw.com/p/4Jbsd
Jemens Huthi-Loyalisten
انځور: Mohammed Hamoud/NurPhoto/picture alliance

د امریکايي چارواکو په وینا، په دې بيړۍ کې د امونیم پرکلوریټ اندازه کشف شوې چې د منځني واټن له ۱۲ څخه د زیاتو بالستیک توغندیو له پاره د سونګ مواد برابرولی شي.

دا توغندي د هغو وسلو څخه دي چې د حوثي یاغیانو له خوا د یمن د اردو ځواکونو او همدارنګه د سعودي عربستان په مشرۍ ایتلافي ځواکونو د په نخښه کولو له پاره کارول کیږي.

د اسوشيتید پرس خبري آژانس د راپور له مخي، د ساحلي ساتونکو کښتۍ او د امريکا جنگي کښتۍ د نومبر مياشتي پر ۸ د دوی د ګزمې پرمهال دغه بيړۍ درولې وه. د بار شوي توکو د معاینې او پلټني په بهير کې، د امریکايي کښتۍ عملې د امونیم پرکلوریټ کڅوړې ولیدلې چې د يوريا په بوجیو کې ځای پرځای شوي وې.

ایران: په نوو احتجاجونو کي بیا څو کسان وژل سوي

یوریا یوه کیمیاوي سره ده چې د چاودیدونکو توکو په تولید کې هم کارول کیدای شي.

له اسوشیتيد پریس سره په مرکه کې د امریکا د سمندري ځواکونو د پنځمې بېړۍ ویاند تیموتي هاوکینز دغه ډول کارګو او د چاودیدونکو توکو لوی مقدار یوه »جدي اندېښنه« وبلله او ویې ویل: »له ایران څخه يمن ته د وسلو ناقانون انتقال. د یمن د بې ثباتۍ او تاوتریخوالي لامل کيږي.«

د اسوشیتيد پرېس د راپور له مخې، حوثي ياغيانو د دغه کارګو د نیولو په اړه د دې خبري اژانس پوښتنو ته ځواب نه دی ویلی. د ايران چارواکو تراوسه د دغه خبر په اړه غبرګون نه دی ښوولی.

د دې بیړۍ څلور کسيزه یمنۍ عمله د امریکا له خوا د یمن حکومت ته چې د نړیوالې ټولنې له خوا په رسمیت پیژندل شوی، سپارل شوي دي.

Libanon Ballbeck HisbollahParade
انځور: Getty Images/AFP

د دې پوښتنې په ځواب کې چې د امريکا متحده ایالاتو سمندري ځواک څنګه په دې بيړۍ کي د بار شويو توکو په اړه پوه شو، تیموتي هاکنز د جزیاتو له ورکولو پرته وویل، چې سمندري ځواکونو ته د »څو سرچینو« له خوا خبر ورکړل شوی و چې د کښتۍ کارګو د توغنديو د سونګ توکي بار کړي او له ایران څخه یمن ته روانه وه.

د حوثي ملیشو د بیا سمبالولو له پاره د ايران هڅې په داسې حال کې ترسره کیږي چې ایراني چارواکو، د مهسا امیني له وژلو وروسته په وروستیو ورځو او اونیو کې سعودي عربستان، امريکا او ځيني نور هیوادونه په ولسي پاڅون کې په لاسوهنې تورن کړل؛ هغه تورونه چې لويديځ چارواکي یې بې اساسه ګڼي او دا د ایران له ولسي مظاهرو څخه د نړۍ د عامه افکارو د اړولو پلان ګڼي.