1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړيآسیا

ایران: په نوو احتجاجونو کي بیا څو کسان وژل سوي

۱۴۰۱ آبان ۲۵, چهارشنبه

درې کاله دمخه د یوې احتجاجي څپې د ټکولو په یاد په ایران کي د نوو اعتراضونو په جریان کي د بشر د حقوقو د یوه سازمان په حواله حد اقل درې کسان وژل سوي دي.

https://p.dw.com/p/4Jb2X
Iran, Teheran | Anhaltende Protest
انځور: Merha

د سې شنبې په ورځ په ټول ايران کي ښځو او نارینه وو څنګ پر څنګ د تهران د رژیم پرضد مظاهرې وکړې. د کردستان ولایت په اکثره ناحیو کي خلګ کارونو ته نه ولاړل او محصلینو هم لکچرونه تحریم او صنفونو ته نه ورغلل. په تهران او نورو ډېرو ښارونو کي مغازې او دوکانونه بند ول.