افغانستان او تاجیکستان د وارداتي برېښنا تړون لاسلیک کړ
۱۴۰۲ دی ۷, پنجشنبهد افغانستان برېښنا شرکت خبر ورکړ دی چې د دغه شرکت او د تاجیکستان د برېښنا ادارې مسؤلینو د ۲۰۲۴م کال له پاره له تاجیکستان څخه افغانستان ته د برېښنا واردولو تړون لاسلیک کړ.
د افغانستان برېښنا شرکت ویاند حکمت الله میوندي دویچه ویله ته وویل، چې دا تړون د افغانستان برېښنا شرکت د اجرایوي رئیس ملا محمد حنیف حمزه او په ترکیه کې د تاجیکستان برېښنا سهامي شرکت د رئیس محمد عمر عسازداده، ترمنځ لاسلیک شوی دی.
نوموړی وایي، چې د دې تړون له مخې به تاجیکستان افغانستان ته ۴۰۰ میګاواټه برېښنا ورکوي چې په دوو مسیرونو کندز- تخار او كابل له لارې انتقالیږي.
د افغانستان برېښنا شرکت په دې تړاو یوه اعلامیه هم نشر کړي او ویلې یې دي چې د دغه تړون د لاسلیک پرمهال دواړو لوریو له تاجیکستان څخه افغانستان ته د ۵۰۰ کیلوواټه برېښنا نوي انتقالي مزي د غځولو په اړه هم خبرې کړي او زیاته شوې ده، چې تاجیکستان د دغه مزې په غځولو کې همکارۍ ته لېوالتیا ښوولې ده.
اعلامیه دغه راز وایي چې د افغانستان او تاجیکستان د برېښنا مسؤلینو د کاسا ۱۰۰۰ پروژې بیا پیلولو او په دې برخه کې پر ګډو همکاریو هم غږېدلي دي.
افغانستان ډېره کمه خپله برېښنا لري او تر ډېره پر وارداتي برېښنا تکیه دی. افغانستان اوس له تاجیکستان، ازبکستان، ترکمنستان او ایران سره د وارداتي برېښناتړونونه لري.