«کندهار ته د غزني له لاري د برېښنا رسولو پروژه پيل سوې»
۱۴۰۱ اسفند ۱۸, پنجشنبهد کندهار د برېښنا شرکت عملیاتي مسؤل الهام امیري دویچه ویله ته وویل یاده پروژه به د ۱۲۵ ورځو په جریان کي پای ته ورسیږي چي په خبره يې د کندهار ښار د روښانولو ترڅنګ به په دغه ولایت کي د زیاتو تړلو فابریکو دروازې یوار بیا د کار ګرو پرمخ پرانیستل سي.
الهام وايي چي په لومړي قدم کي به د پایو درولو لړۍ پیل کړي او نوري چاري به يې دستي ورپسې شروع سي چي په د پایو درلو په دغه بهیر کي به هم ډېرو کسانو ته د کار زمینه چمتو کیږي.
هغه وويل: «له دې لاري د هیواد د برېښنا شمال شرق سیسټم د جنوب شرق د برېښنا له سیسټم سره نښلول کیږي او یاده پروژه د ۳۰۰ مېګاواټه برېښنا د تولید وړتیا لري، چي غزني، زابل او له کندهار ولایتونو څخه تېریږي.»
اړوند: د برېښنا بندیدو د افغانستان تولیدي فابریکې فلج کړي دي
د ده په قول پر دې پروژه ۲،۲ میليونه امریکايي ډالره لګښت راځي چي د دوی د شرکت له خوا ورکول کیږي.
ویل کیږي چي د دې پروژې په لار کي به فابریکې، طبي، زراعتي او ښوونیز مرکزونه هم له دې برېښنا څخه برخمن سي.
په کندهار صنعتي پارک کي د اوړو د یوې لويي فابریکې مسؤل حاجي محمد داؤد د یادي برېښنايي پروژې بیا پیلیدلو ته ډېر خوشحال دی او وايي که دا پروژه لکه څنګه، چي ویل سوې همداسي عملی سي، نو په کندهار کي به یوار بیا د صنعت ماشینونه پر چلښت راولي او زیاتو کسانو ته به يې مستقیم او غیري مستقیم ګټه ورسیږي.
زموږ د يوټيوب کانال هم درسره تعقيب کړئ
دی وايي: «د کندهار صنعتي پارک ۵۰ میګاواټه برېښنا ته اړتیا لري چي اوس موږ له ۱۰ نیولې تر ۱۵ میګاواټه برېښنا لرو او نور له جنراټورونو څخه کار اخلو چي د برېښنا یاد کمښت نه یوازي زموږ د کار خنډ او ځنډ ګرځي، بلکي ترڅنګ يې لګښتونه هم لوړیږي چي تاوان يې عام ولس ته رسیږي.»
اړوند: هرات ته د ترکمنستان د وارداتي برېښنا مزی وتړل شو
نوموړی زیاتوي، اوس ۷۵ کارګران ورسره کار کوي، که چیري برېښنا دوامداره ورته ورسیږي، نو د کارګرانو شمېر به یو په دوه کړي.
زموږ د فيسبوک پاڼه هم درسره تعقيب کړئ
په کندهار کي د صنایع او معدنونو خوني رئیس سید سرور اماني هم د یادي برېښنايي لړۍ بیا پیلیدل د کندهار د صنعت له پاره یو زیری ګڼي، خو له مسؤلینو غواړي چي د کندهار د صنعتي پارک له پاره د دوامدري برېښنا په غم خوړولو سره د کندهار یانو اقتصاد وغوړوي.
اماني وايي همدا اوس داسي بیلا بیلي فابریکي په یاد صنعتي پارک سته چي په نړيوال معیار ماشینري لري، خو د «برېښنا د کمښت له امله يې سامانونه همداسي په کارټنانو کي بند پاته دي.»
اړوند: آیا طالبان د بریښنا د کمښت ستونزه حلولی شي؟
دی زیاتوي: «همدااوس ۵۰۰۰ کارګران په کندهار صنعتي پارک کي په کار اخته دي او که برېښنا دوامداره سي، نو د فابریکو فعالیت به زیات او کارګران به تر ۱۰۰۰۰ ډېر سي.»
کندهاري صنعتکاران او عام خلک له مسؤلینو غواړي، یاده برېښنايي پروژه د قرارداد سره سمه عملي کړي او که د مخکنیو یو شمیر نورو پروژو په ډول تش په نامه وي نو تر ګټه به يې اقتصادي ضربه زیاته وي.
د یادي پروژې بشپړونکی شرکت «سایقه» استازی سیامک غفاري د کندهاري صنعتکارانو اندېښنې پرځای ګڼي، خو زیاتوي دا پروژه به د خپلي اوږدې تجربې له مخي په معیاري ډول داسي سرته رسوي، خو په دې لار کي د مسؤلینو او خلکو مرسته اړینه ګڼي.
محمد اسماعیل د کندهار ښار یو اوسیدونکی چي له پروسږکال راهیسي وزګار دی وايي، د دې خبر په اورېدو خوشحاله دی، خو هغه وخت به لا خوشحاله سي چي په نویو پرانیستل کیدونکو فابریکو کي کار پيدا او «د کورنۍ له پاره په بازارکي د خوراکي شیانو رانیولو ته په ډک جېب ولاړ سي.»