یوه ویډیویي لوبه چې د اوکراين د جګړې تر اغېزې لاندې جوړه شوې
د اوکراین په پلازمينه کيف کې د «فروګېوېرز» سټوډیو یو ویډیویي ګېم جوړ کړی، چې د دغه هېواد جگړه پکې ښوول شوې ده. دا لوبه څرنگه پر اوکراين د روسیې له يرغل څخه اغیزمنه شوې؟
"شرلوک هولمز: راویښ شوی"
د "شرلوک هولمز: راویښ شوی" په نوم دا لوبه په یوه کال کې په کيف ښار کې د کمپيوتري لوبو د کارپوهانو له لورې جوړ شوی او د جګړې پرمهال په بشپړ ډول پرمخ تللی. په پیل کې یوه نوې لوبه او نړیواله لوبه پلان شوې وه، خو د "فروګوریز" سټوديو پریکړه وکړه، چې همدا لوبه بیا ورغوي.
د جرم تعقیب
د دې لوبې لوبغاړي، د پلټونکي یا جاسوس "شرلوک هولمز" رول پر غاړه لري. د دوی دنده د هوښیار تعامل له لارې د جنایي قضیو حل کول دي. په لوبه کې د مشاهدو، اسنادو او توکو په مرسته او همدا راز د شاهدانو او مظنونینو د څرګندونو سره، د جرمونو صحنې بیا روغول کیږي او په دې توګه یې عاملین تعقیبیږي.
سخت پړاو
د لوبې له پرمختګ سره، لوبې ته نور سمبولونه او او حوالې اضافه کیږي. پلټونکی هولمز ناڅابه ځان په فوق العاده ځایونو کې مومي، خو د اسرارو په برخه کې له ستوونزو سره مخامخ شوی او همدا لامل کیږي، چې د لوبې راتلونکي پړاوړنه لا پسې سختيږي.
پخوانۍ کیسه
کيسه په ۱۸۸۲م کال کې په هغه کوڅه کې پېليږي چې شرلوک هولمز پکې ژوند کاوه. هغه تل ترڅنګ خپل ملګری ډاکتر واتسون لري چې یو په کار پوه ځوان او عالي مشاهده کوونکی دی او د ځيرکو پوښتنو او منتطقي نتیجه ګیرۍ له لارې خپله فکري برتري څرګندوي. هغه د لندن یوه شتمن کس له لورې ګمارل کیږي، تر څو خپل ورک شوی خدمتګار پیدا کړي.
یو تیاره تصور
پر اوکراین د روسیې یرغل، د لوبې په پرمخ وړونکو او دغه راز په لوبه کې په خطرناکو او وحشتناکو رولونو باندې اغېز کړی دی. د دې لوبې یو جوړونکی سرګي اوګانسیان وایي: « فکر نه کوم، د جګړې پرته لوبې دومره تیاره وای، لکه اوس چې دي.»
د اروپا د ټیکنالوژۍ مرکز
کېف نه یوازې د اوکراین پلازمینه، بلکې د ټیکنالوژۍ صنعت مرکز هم دی. په ۲۰۲۲ کې د روسیې له برید مخکې هلته۲۵۰ کسانو د معلوماتي ټیکنالوژۍ په برخه کې کار کاوه. پر جگړې سربیره هم د ټیکنالوژۍ صنعت د پرمختګ په حال کې دی او تمه کیږي، چې راتلونکی کال ۴۵۰ زره په دغه صنعت کې بوخت واوسي. د اوکراین د رسمي سرچينو په حواله د اروپا په هېڅ ځای کې له اوکراین څخه ډېر له پوهنتونونو د ټینکالوژۍ په برخه کې فارغین نشته.