یو امریکایي عسکر واشنګټن کې د اسرائیل سفارت مخته ځان سوځولی
۱۴۰۲ اسفند ۷, دوشنبهد اور وژنې یوه چارواکي ویلي دي چې په سېمه کې له اور وژلو وروسته یاد عسکر د استخباراتي پولیسو له لوري روغتون ته انتقال شوی دی.
د پوليسو وياند د دغه سړي روغتيايي حالت د اندېښنې وړ بللى دى.
نیویارک ټایمز ورځپاڼې لیکلي دي چې د هوايي ځواک دغه عسکر د خپلې اور لګېدنې ویډیو په امریکایي پاڼه (توییچ) کې په ژوندۍ بڼه خپره کړې ده چې د توییچ ادارې له لوري له پاڼې لرې شوې، خو ویډیو یې په ټولنیزو رسنیو کې ډېره خپره شوې ده او لا هم د خلکو تر منځ لاس په لاس کېږي.
د اسرائیل او حماس جګړه: بایډن د اسرائیل پر پوځي اقدام نیوکه کړې
هغه ویلي دي چې د امریکا په هوایي ځواک کې دنده مخته وړي خو نور نه غواړي چې «په نسل وژنې کې ښکیل شي.»
د امریکا د هوايي ځواک یوه ویاند تائید کړې ده چې نوموړی په هوايي ځواک کې دنده مخته وړي او دوی به د دغه عمل په اړه څېړنې وکړي.
د حماس له خوا پر اسرائیل تر تروريستي يرغل وروسته چې اسرائيل په غزې کي پوځي عمليات پيل کړي د اسرائیل سفارت د پرله پسې مظاهرو هدف ګرځیدلی دی.