یو آلمانی د اسلامي خولۍ پر سر کولو له امله وهل ټکول شوی
۱۴۰۲ مهر ۴, سهشنبهد برلین ښار پولیسو د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ، یو ۳۴ کلن نارینه چې اسلامي خولۍ یې پر سر وه، د دغه ښار په نوي کلن سیمه کې د مذهبي توکم پالنې د انګیزې له امله د دوو کسانو له خوا تر برید لاندې راغلی.
پولیسو ویلي دا سړی پخپله مسلمان نه دی یواځي ېې د فیشن په توګه اسلامي «د لمانځه خولۍ» پر سر کړې وه.
د پولیسو په وینا دې سړي د یکشنبې په ورځ په یوه رسټورانټ کې د بیر اخیستلو غوښتنه کړې وه چې سمدسې ېې دوه تنه څنګ ته راغلي وو او په سوکانو ېې پر مخ او د بدن پر نورو برخو وهلی او خولۍ ېې ترې له سره ایسته کړې ده.
د دغه سړي په وینا برید کوونکي ورته ویلي چې مخکې ېې باید فکر کړې وای چې څه ډول خولۍ پر سر کړي. برید کونکي د خولۍ تر اخیستلو وروسته تښتیدلي دي.
یاد سړی د ماتی پوزې، څیري شونډانو او ماتو غاښونو سره روغتون ته لیږدول شوی. د دې پېښې په اړه د پولیسو څېړنې دوام لري