ګلبدین حکمتیار کابل ته ورسید
۱۳۹۶ اردیبهشت ۱۴, پنجشنبهد ګلبدین حکمتیار یوه ویاند قریب الرحمان سعیدی، د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي: «هو هغه کابل ته رسیدلي دی. هغه به لومړی خپل کور ته ولاړ شي او یو څه استراحت به وکړي.»
سعیدي روښانه کړې ده چې ګلبدین به د چهارشنبې په ورځ تر غرمې وروسته له افغان ولسمشر اشرف غني، سره هم وګوري.
د چهارشنبې په ورځ له ننګرهار ولایت څخه بیا تر کابل پورې له ګلبدین حکمتیار سره په سلهاو موټرې مل وې چې په کې یو شمیر وسلوال کسان سپاره ول.
د دې ۱۶۰ کیلومتري لارې پر اوږدو ډیر شمیر پولیس هم ځای پر ځای شوي وو چې د هغه امنیت ونیسي. د حکمتیار استازو او افغان حکومت د تیر کال په سپتمبر میاشت کې د سولې یو تړون لاسلیک کړی وو.
د دې تړون له مخې حزب اسلامي د افغان حکومت او نړیوالو ځواکونو پر ضد خپله وسلواله جګړه پای ته ورسوله، او افغان حکومت هم د دې ګوند یو شمیر بندیان آزاد کړل.
دا د کابل حکومت له پاره د سولې په بهیر کې تر ټولو لوی پر مختګ بلل کیږي. تر دې مخکې د افغان حکومت د سولې عالي شورا نه وه توانیدلې چې له کومې لویې مخالفې ډلې سره یوې موافقې ته ورسیږي.