کیوبا او امریکا د دیپلوماتیکو اړیکو نوی فصل پرانیزي
۱۳۹۴ تیر ۲۹, دوشنبهد امریکا متحدو ایالاتو او کمونيستي هیواد کیوبا تر منځ د دوو اړخیزو اړیکي یو نوی پړاو پيليږي. ټاکل شوې ده چې دواړه هیوادونه به د دوشنبې په ورځ پر سیمه ییز وخت دولسو بجو خپل سفارتونه فعال کړي.
تر اوسه پوري په واشنگټن او هاوانا کې په اصطلاح یوازي د سویس فرمان په چوکاټ کې ذینفع ډلي فعاله وې.
د کیوبا د بهرنیو چارو وزیر په واشنگټن کې
تمه کيږي چې په واشنگټن کې به د کیوبا د بهرنیو چارو وزیر برونو رودریگز په شاندارو مراسمو سره د خپل هیواد سفارت پرانیزي. دی به وروسته له خپل امریکايي سیال جان کېري سره وویني.
رودریگز د کیوبا د بهرنیو چارو وزیر لومړی وزيری دی، چې تر نزدې ۵۰ کلن ځنډ وروسته د امریکا په خاوره کې پل ږدي.
تمه کیږي چې په دغو مراسمو کې به تر ۵۰۰ ډير مېلمانه گډون وکړي. د امریکا د کانگرس غړي، د نړیوالو سازمانونو او کاتولیکي کلیسا استازي به هم په دغو مراسمو کې برخه ولري.
ټاکل شوې ده چې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کېري به په اگست میاشت کې هاوانا ته سفر وکړي او هلته به د امریکا په سفارت کې خپل بیرغ پورته کړي.
د اوباما بريا
له کیوبا سره د اړیکو ښه کول د بهرني سیاست په برخه کې د اوباما په سترو برياوو کې شمیرل کیږي. د ۲۰۱۴م کال په دسمبر میاشت کې امريکا په حیرانونکي توگه د کاربیک ټاپو له دغه کمونيستي هیواد سره د دیپلوماتیکو اړیکو د ښه کولو خبر وکړ.
د روان کال په اپریل میاشت کې په پاناما کې د امریکا د سرمشریزي په غونډه کې په لومړي وار اوباما د کیوبا له ولسمشر راوول کاسترو سره مخامخ وليدل.
د روان کال د می میاشتي په پای کې امریکا متحدو ایالاتو په رسمي ډول د کیوبا نوم د ترهگرۍ د ملاتړ کوونکو هیوادونو له ليست څخه و ایست.
امریکا له ۱۹۶۲م کال راهيسي پر خپل دغه کوچني گاونډي هیواد سوداگریز بندیزونه لگولي دي چې د ځينو آسانیاو سره سره به دغه بندیزونه په رسمي توگه ادامه ولري.
په ۱۹۶۲م کال کې د کیوبا کړکېچ نړۍ د اټومي جگړې له گواښ سره مخامخ کړه. په دغه هيواد کې د پخواني شوروي اتحاد د اټومي توغنديو په ځای پر ځای کېدو سره د امریکا د هغه وخت ولسمشر جان اف کينډي د دغه ټاپو د محاصره کولو حکم وکړ چې بالاخره د کرملین مشر نیکیتا خروشچف بيا بيرته خپل توغندي و ايستل.