کیم جونګ اون: که دښمن پارونه کوي، نو اټومي برید به وکړای شي
۱۴۰۲ آذر ۳۰, پنجشنبهکیم جونګ اون، د پنجشنبې په ورځ (دسمبر۲۱ نیټه) دغه خبرداری په واشنګټن کې د امریکا او سویلي کوریا ترمنځ د تیرې اونۍ له ملاقات وروسته ورکړی دی. په دغو خبرو اترو کې دواړو هیوادونو د اټومي تدارکاتو په هکله خبرې کړې وې.
د غونډې په اجنډا کې «اټومي او ستراتیژیک پلان جوړونه» هم شامل وه او دواړو متحدینو یو وار بیا ټینګار وکړ چې د پیونګ یانګ له خوا پر امریکا او یا سویلي کوریا به هر ډول برید د شمالي کوریا د حکومت د ړنګیدو سبب شي.
شمالي کوریا د دوشنبې په ورځ خپل تر ټولو پياوړی بین البراعظمي بالستیک توغندی هواسونګ-۱۸ وآزمایه، چې د امریکا د هرې سیمې د په نخښه کولو توان لري.
«اټومي برید کولو کې مه زړه نا زړه کیږئ»
د پیونګ یانګ دولتي خبري آژانس KCN د پنجشنبې په ورځ خبر ورکړ چې کیم د پوځ توغندیز نظامي دفتر ته په وینا کې وویل: «که دښمن له اټومي وسلو سره موږ تحریک کړو، نو تاسې هم په اټومي برید کولو کې مه زړه نا زړه کیږئ»
نوموړي د دوشنبې په ورځ د بین البراعظمي بالستیک توغندي په آزموینه کې شاملو نظامیانو او سائنس پوهانو ته مبارکي ورکړه.
کیم وویل چې د دوشنبې ورځې د بالستیک توغندیو آزموینه د پوځ د بهتره حمل و نقل او په ډیرې چټکۍ سره د برید کولو پر وړتیا باندې دلالت کوي. نوموړي د پوځ د ځوابي اقداماتو د وړتیاو پر لا بهترولو ټینګار وکړ.
تیره اونۍ په اټومي انرژۍ چلیدونکی یو امریکایي اوبتل د سویلي کوریا بندري ښار بوسان ته ورسید او د چهارشنبې په ورځ واشنګټن د سیول او ټوکیو سره په ګډه پوځي مانورې وکړې.
د چاپان، امریکا او سویلي کوریا لوړپوړو دیپلوماتانو د چهارشنبې په ورځ یوه ګډه اعلامیه خپره کړه، په کوم کې چې د پیونګ یانګ وروستۍ آزموینه وغندل شوه او له پیونګ یانګ څخه وغوښتل شول چې «بې له شرایطو په مشخصو خبرو اترو » کې دې شامل شي.
د کیم جونګ اون، د خور سختې څرګندونې
د کیم جونګ اون خور په خپله یوه وینا کېد شمالي کوریا د وروستۍ آزموېنې په هکله د بحث کولو له پاره د ملګرو ملتونو سازمان د امنیت شورا د غونډې رابلل کیدل، غندلي دي. هغې وویل چې شمالي کوریا دغه آزموینه د خپل هیواد د دفاع د حق پر اساس کړې ده.
هغې وویل: «په اصل کې خو د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته پکار ده چې د امریکا او سویلي کوریا پر بې مسئولته چلند تمرکز وکړي چې ټول کال یې د کوریا په ټاپو کې پاروونکي پوځي مانورې کولې چې له امله یې په سیمه کې تشنج زیات شوی دی.»
د شمالي کوریا رهبر کیم جونګ اون زیاته کړه: «په پرله پسې ډول د امریکا اټومي وسلو ته نمایش ورکول په ښکاره ډول شمالي کوریا ته د ښودلو په هدف ترسره کیږي او همدا په سیمه کې د تشنج د زیاتیدو اساسي لامل دی».
آژانسونه: ش.ن/ ن.ز