1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

کیف په امنیت شورأ کي د روسیې چوکۍ غیرمشروع بولي

۱۴۰۱ دی ۶, سه‌شنبه

اوکراین د ملګرو ملتونو د امنیت په شورأ کي د روسیې د چوکۍ پر مشروعیت باندي شک ښکاره کړی دی.

https://p.dw.com/p/4LS4U
UN-Generalversammlung stimmt über Reparationsantrag für die Ukraine ab
انځور: Michael M. Santiago/Getty Images

د دغه هیواد د خارجه وزارت په نظر د روسیې چوکۍ هلته د بین المللي حقوقو د اساساتو مطابق هم نده. په ۱۹۹۱ م کال کي د شوروي اتحاد تر سره پاشل کیدو وروسته روسیې په امنیت شورأ کي د قبلیدو لازم مراحل طی نکړل، داسي لکه د چک جمهوریت او سلواکیا د چکسلواکیا تر منحلیدو وروسته. 
روسیه بیا د دې برعکس ځان د شوروي اتحاد ځای ناستی بولي، کوم چي د ملګرو ملتونو یو د مؤسسینو څخه ؤ.