1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستاوکرایین

کيف: په روسيه کې ګډوډي زموږ په ګټه ده

۱۴۰۲ تیر ۴, یکشنبه

کیف وايي په روسیه کې رامنځ ته شوې ګډوډي د دوی په ګټه ده. د واګنر ملیشې چې په اوکراین کې د مسکو له پاره جنګيږېدې، تېره ورځ ېې پخپله د مسکو پر لور مارش وکړ. روسي چارواکي وايي واګنر ملیشې د روسيې له جنوبي سیمو څخه وتلي دي.

https://p.dw.com/p/4T2F2
له روستوف نا-دونو څخه د واګنر ځواکونو وتل
د روسېې په جنوبي سیمه روستوف نا-دونو کې د ښار پر یو واټ د واګنر له بیرغ سره ولاړ يو ټانک - شبنه د جون ۲۴مه ۲۰۲۳ انځور: AP/picture alliance

د واګنر مليشه يي ځواکونو مشر، يوګني پريګوژین، د شنبې په ورځ مسکو پر لور د خپلو ځواکونو د مارش خبره وکړه، خو په همدې ورځ ناوخته ېې بیا وویل چې مسکو پر لور ېې خپل «د عدالت له پاره مارش» متوقف کړ. پرېګوژین دغه اعلان وروسته له هغې وکړ چې د یو شوي تړون پر اساس، هغه او ملیشې ېې، جنايي تورونو سره له مخ کېدو ژغورل کيږي. دغه تړون همدارنګه د واګنر مشر بلاروس یا سپېنې روسيه ته تبعید کوي.

د کریملین ویاند، د شنبې په ورځ اعلان وکړ چې رامنځ ته شوی اختلاف د بلاروس په منځګړيتوب پای ته رسېدلی او د واګنر مشر منلي چې روسيه به ترک کوي او بلاروس ته به ځي.

د اوکراین ولسمشر، ولوديمیر زيلنسکي، بيګا په خپله ويډيوي وینا کې وويل: «نن نړۍ ولېده چې روسي مشران پر هيڅ شي کنټرول نه لرلي. په ټوله کې پر هيڅ شي. بشپړه ګډوډي ده.» زيلنسکي په خپلې شپنۍ ويډيويي وینا کې پر خپلو متحدينو غږ وکړ چې په دغه موقع کې دې کیف ته لا ډېرې وسلې وليږي.

ورته نور: «روسیې ته د واګنر د سرتیرو ننوتل»؛ په مسکو کې د ترهګرۍ ضد اقدامات

د اوکراین د بهرنيو چارو وزیر، ديميترو کولیبا، پرون وويل: «د دښمن د ليکو تر شا هر ډول ګډوډۍ زموږ په ګټه تماميږي.» کوليبا زیاته کړه چې دا له وخته مخکې ده چې د اوکراین له پاره د دغه وضعیت پر راتلونکې خبرې وشي. خو هغه په همدې ورځ وروسته بيا، د وضعیت او د اوکراین د تعرضي حملو په هکله له خپل امریکايي سیال، آنتوني بلینکن، سره پر ټيلفون خبرې درلودې.

د واګنر مليشه يي ځواکونو مشر، يوګني پريګوژین (په منځ کې)
د واګنر مليشه يي ځواکونو مشر، يوګني پريګوژین (په منځ کې) انځور: Concord Press Office/ITAR-TASS/IMAGO

د امریکا د بهرنيو چارو وزارت وضعیت ته په کتو په یوه اعلاميه کې ويلي دي چې امریکا متحده ایالات به د کیف تر څنګ په يوه «نژدې همکارۍ» کې پاته وي.

د واګنر له ګډوډۍ سره هم مهاله، د اوکراين پوځ بخموت ته نژدې کليو کې د تعرضي حملو او په دونيڅک کې د یوه کلي د تصرف ادعا وکړه. زیلنسکي وويل چې دغه تعرضي حملې د تمې خلاف ورو مخته ځي.

پوتين ته تر ټولو لویه داخلي ننګونه

د واګنر د مشر له خوا رامنځ ته شوې ناآرامي، د پوتين له پاره چې له ۲۳ کلونو راهیسې پر روسیه واک چلوي، تر ټولو ستره داخلي ننګونه ده. پوتين د پريګوژین اقدامات «پر روسيې یوه ضربه» ښودلې، خو د رويټرز د رپوت له مخې، تر اوسه داسې کومې نښې نښانې وجود نه لري چې پرونۍ ګډوډۍ دې د پوتين د واکمنۍ له پاره کوم خطر وي. د روسيې دفاع وزارت په دې هکله چوپه خوله پاتې شوی دی. د روسيې دفاع وزير، سيرګي شويګو، د پوتين وفادار متحد دی.

ورته نور: ملګرو ملتونو روسیه د «ماشوم وژونکو»هیوادونو په تور لیست کې واچوله

د اوکراین د ملي امنيت او دفاع شورا مشر، الکسي دانيلوف، ويلي دي چې تر اوسه هيڅ روسي ځواکونه له خپلو ليکو نه دي په شا شوي. هغه وويل: «هغوی ټول په خپلو موقعیتونو کې پاته دي او دوی خپل مقاومت ته ادامه ورکوي.»

له روستوف نا-دونو څخه د واګنر ځواکونو وتل
له روستوف نا-دونو څخه د واګنر ځواکونو وتلانځور: Alexander Ermochenko/REUTERS

فرانس پرس لیکي چې د واګنر جنګیالي د يکشنبې په ورځ د روسيې له جنوبي سيمې، وورونژ، څخه د وتلو په حال کې دي. د وورونژ والي، الکساندر ګوسیف وويل: «له وورونژ سيمې څخه د واګنر واحدونو د وتلو بهیر د پای ته رسيدلو په حال کې دی.»

رپوټونه وايي تر پرونۍ ګډوډۍ وروسته د روسیې په جنوب کې جنګیالي اړ شول چې د مسکو پر لور غځېدلو لارو باندې موانع ځای پرځای کړي چې اوس ېې د بېرته لرې کولو لړۍ پيل شوې ده.

ورته نور:  په ورونژ کې جګړه؛ پوتین د واګنر د ځواکونو پرمختګ «خیانت» وباله.

ځايي روسي چارواکو د یکشنبې په ورځ وويل چې واګنر ځواکونه په جنوبي سیمه، روستوف نا-دونو کې له خپلې مرکزي قوماندانۍ څخه وتلي دي. د فرانس پرس په حواله، دغو چارواکو وویل چې هلته اوس اورګاډو او بسونو خپل نورمال تګ راتګ پیل کړی او د لارو په اوږدو کې اېښودل شوې موانع لرې کړل شوي دي. خبرځای زیاتوي چې د روسيې په نورو جنوبي سیمو کې هم د مسکو پر لور پر غځېدلو لارو د اېښودل شوو موانعو لرې کول پيل شوي دي.

آ/م.ک.ص./م.ن.ص.

په اوکراین کې د جګړې یو انځوریز البوم، له آرشیف څخه: