کوچنی اخترد نړۍ په بیلابیلو هیوادونو کې څرنګه ولمانځل شو؟
د نړۍ په زیاتو برخو کې مسلمانانو نن د ۳۰ روژو تر نیولو وروسته کوچنې اختر «عیدالفطر» لمانځي. د نړۍ د بیلا بیلو برخو د اختر د لمانځنې یو څرک په دې انځورونو کې لیدلای شئ.
استانبول
په ترکي ژپه کوچني اختر ته «سیکر بایرامي» یا «خوږ اختر» ویل کیږي او دا د نورې نړۍ د اسلامي ملکونو په څیر په دې هیواد کې هم یو مهم مذهبي جشن دی. په زرونو انسانان د اختر د لمانڅه له پاره مسجدونو ته ځانونو نه رسوي. لکه په دې انځور کې چې یې وینئ د فاتح سلطان مسجد کې په سوونو کسان د اختر لمنونځ ادا کوي.
اندونزیا
په دې تر ټولو ستر اسلامي هیواد کې خلک کوښښ کوي اختر د خپلو کورنیو سره تیر کړي او هڅه کوي په وخت ځان خپلو کلیو او کورونو ته ورسوي چې له امله پر سړکونو ډیر بیروبار وي. دلته پر موټر سایسکلو دا سپاره د یوه پله له لارې د هیواد په شمال کې پراته ټاپو مادورا ته د رسیدو په انتظار دي.
پاکستان
په پاکستان کې هم اختر «خوږ» وي. دلته په پیښور کې هم د کلچو او کیکونو رانیونکي ډير دي. د روژې وروستې دوه درې ورځې د ښار بازانونه د شپې تر ناوخته پرانستي وي.
بنګه دیش
د بنګله دیش په پلازمینه دهاکه کې هم خلک یوه هیله لري، هغه دا چې اختر د خپلو کورنیو سره تیر کړي. په دې ورځو کې داسې تر خپل حده زیات ډک ریلونه کومه عجبه خبره نه ده.
بوسنیا هرزیګوینا
د سارایوو په غازي خسرو بیګ جومات کې د اختر لمونڅ د ادا کولو له پاره خلک سهار د وخته دلته ځانونه رسوي. په دې څو ملتې هیواد کې مسلمانان چې د ۵۰ فيصدو زیات دي، اکثریت جوړوي. ارتودوکس عیسویان او صربان دویمه ستره او رومي کاتولیکي کروات دریمه ستره ډله ده.
هالنډ
اختر لا ډیر مخکې د اورپا ترمنځه رسیدلی دی.لکه دلته د هالنډ په روتردم ښار کې په زرونو مسلمانان په جوماتونو، رستورانتونو او په خپلو کورونو کې اخترلمانځي.