کندهار: په جومات کې چاودنې درنه مرګ ژوبله اړولې
۱۴۰۰ مهر ۲۳, جمعهد طالبانو د کورنیو چارو وزارت د مطبوعاتو برخې مشر سعید خوستي دغه چاودنه تائید کړې او ویلي دي چې د معلومات په راټولولو بوخت دي. ویل کیږي چې به دغه برید کې د تلفاتو شمیرې لوړې دي.
د طالبانو یوه ویاند بلال کریمي دویچه ویلې ته وویل چې په دغه برید کې یو شمیر کسان وژل شوي او ټپیان شوي او د پېښې په اړه پلټنې روانې دي.
په سیمه کې د ولایتي شورا غړو او چارواکو ویلي چې په برید کې لږ ترلږه ۷ کسان وژل شوي او ۱۳ نور ټپيان دي.
په کندهار کې د ولایتي روغتون یوه ډاکټر بيا د وژل شوي شمير لوړ ښوولی دی نموړي د فرانسې خبري آژانس ته ويلي: «تر اوسه روغتون ته ۳۲ جسدونه او ۵۳ تنه ټپیان راوړل شوي دي.» نورو روغتيايي سرچينو بيا د ۳۰ تنو وژنه تائيد کړې او روغتون ته د يو شمير ټپيانو د انتقال خبره یې کړې ده. د ولایتي شورا پخوانی غړی نعمت الله وفا ويلي چې چاودنه د کندهار ښار په امام بارګاه جومات کې شوې ده. تر دې دمه د دغه برید مسولیت چا په غاړه نه دی اخیستی.
يوه عني شاهد د فرانسې خبري آژانس ته ويلي چې درې چاودنې یې واورېدلې، يوه د جومات د مرکزي دروازې سره، بله د جومات په جنوبي برخه کې او دريمه په هغه ځای کې لمونځ کوونکي پکې اودس کوي. يوه بل عیني شاهد هم دريو چاودنې څخه خبره کړې.
د طالبانو د کورنيو چارو وزارت وياند قاري سعيد خوستي د تويتر له لارې ويلي: «موږ د کندهار په لومړۍ ناحيه کې د شعيه مسلمانانو په يوه جومات کې پر بريد ډېر خواشيني يو چې زموږ د يو شمير هېوادوالو ژوند یې اخيستی او يو شمير نور یې ټپیان کړی دي.»
دغه برید په کندز کې د شیعه ګانو په یوه جومات کې تر يوه خونړي بريد يوه اونۍ وروسته شوی دی چېلږ ترلږه سل کسان پکې ټپيان او وژل شوي ول.
واک ته د طالبانو تر رسيدو وروسته افغانستان کې د «اسلامي دولت نومې ډلې» یا داعش بریدونه ډیر شوي دي طالبان هم وایي چې پر وړاندې یې په بیلابیلو سیمو کې عملیات کوي.