کلکته: چينايي ټولنې له ناڅرګنده راتلونکې سره مخ دي
د هند په کلکته کې د هندي-چينايي ټولنو څو نسلونو د یو متفاوت کلتور د ودې او د متنوع غذاګانو په رايجولو کې پرمختګونه درلودلي دي. خو دغه ټولنې اوس د نفوس د کمېدو له وجې له ېوې ناڅرګندې راتلونکې سره مخ دي. انځورونه ېې وګورئ.
پخواني اوسيدونکي
هندي-چينايي ټولنې له ۱۸مې پېړې راهيسې د هندوستان په کلکته ښار کې موجودې دي. یو وخت په دغه ښار کې له ۷۰زرو ډېر خلک اوسېدل چې اکثره ېې د زاړه چایناټاون په چاينابار ساحه کې میشت ول، هغه سیمه چې اوس هم د ښار زړه بلل کیږي.
چاينا کالي مندر
د کلکتې ښار چايناټاون یا د چینايانو محله، د چینايي او هندي ګډو کلتورونو غنامندي وړاندې کوي. په تانګور کې د چاینا کالي مندر په نوم دغه معبد چينايي مهاجرو جوړ کړی چې په پيروانو کې ېې ډېر شهرت لري.
د سهار چای
دا «تريتي بازار» دی. دا ځای یو وخت د مخصوص چینايي سهار چای باندې شهرت درلود. د سيمې اوسيدونکي به د يکشنبې په ورځو د سهار چای څښلو له پاره دغه بازار ته راتلل.
څو نسله هڅې
کله چې د چینايي مهاجرو لومړنۍ ډله کلکتې ته ورسېده، چينايي مساله جاتو ته ېې لاسرسی نه درلود، لکه تور مرچ. پر ځای به ېې په خپلو غذاګانو ګانو کې له نورو هغو شیانو چې د لاسرسي وړ ول استفاده کوله، لکه ادرک، ګازرې، شنه مرچک او نور. خو اوس د دې له پاره مسئولې ټولنې د کمېدو په حال کې دي.
عین خپله د چين خواړه
په اوس وخت کې چې کوم هندي-چینایي خواړه په کلکته کې رایج شوي، له هغو خوړو سره چې په خپله چین کې رایج دی کوم توپېر نه لري. په هغو کې مشهور ېې له مرچو سره، سره کړي چرګان، سچوان کچالو، منچوریان ګلپي او چيلي پنير شامل دي.
په ټول هندوستان کې پېژندلې غذا
د هندي-چينايي غذاوو خوند او مزه اوس په ټول هندوستان کې شهرت لري. دا ېوازې د واټونو غاړې دوکانونو کې نه بلکې په رستورانټونو کې هم پخیږي. په کلکته کې دغه غذاګانې اوس خپله د هندوستان د دودیزې غذا په څېر شهرت موندلی دی.
مخ په کمېدو نفوس
په کلکته ښار کې اوس د هندي-چينايي وکړو شمېر ډېر کم شوی دی. که څه هم په دې هکله رسمي ارقام نشته، خو د ځايي اټکلونو پر اساس، اوس په دغه ښار کې د ۲۵۰۰ په شاوخوا کې هندي-چينايي وکړي ژوند کوي. اکثره ېې په وروستیو کلونو کې د هند نورو برخو ته کډه شوي دي.
جیوپوليټيک ستونزې
ډېری هندي-چينيانو د هند او چین تر منځ د ۱۹۶۲ کال جګړې وروسته له کلکتې ووتل. دغه جګړه د دغې ټولنې پر ضد د غبرګون سبب وګرځېده. د اختلافاتو په ډېرېدو، هند له چينايي مالونو سره بایکاټ وکړ چې دې کار هم په هند کې د میشتو چینایانو له پاره د اوسیدو شرایط احتمالا سخت کړل.
Fading away
د چايناټاون ګن شمیر اصلي چينايي رستورانټونه اوس د ملکیت د نشتوالي له کبله يا تړل شوي او یا خپلو هندي مالکانو ته سپارل شوي دي. یو تعداد ېې چې لا هم فعالیت کوي، ایله دومره کوي چې د ژوندي پاتې کېدو له پاره یو څه وګټي.
د ادغام سربېره د پرديتوب احساس
هندي-چینایانو له کلونو راهیسې څو نسله په هندوستان کې ژوند کړی دی. دوی اوس د هندوستان په ځايي ژبو خبرې کوي او د دغه هېواد جشنونه او نور مناسبتونه لمانځي، خو د دې ټولو باوجود په دوی کې له پردیو څخه د وېرې احساس موجود دی او ظاهراً د خپلو ستونزو اورولو ته زړه نه ښه کوي.