کلنتن د دونالد ترمپ د څرګندونو ځواب ووایه
۱۳۹۵ مرداد ۲۲, جمعههیلري کلنتن د جمهوري غوښتونکو د نوماند دونالد ترمپ، د هغو څرګندونو ځواب ویلی دی چې ادعا یې کړې وه کلنتن او اوباما د اسلامي دولت ډلې د رامنځ ته کیدو لامل دي.
کلنتن په خپله تویتر ټولنیزه پاڼه کې ولیکل: «نه، بارک اوباما د داعش بنسټ ایښودونکی نه دی.» کلنتن همداراز دونالد ترمپ د ولسمشر اوباما په بدنامه کولو تورن کړی دی.
تر دې مخکې ترمپ په میامي کې ویلي وو چې اوباما د داعش بنسټ ایښودونکی دی. هغه دا خبره په خپلو دوو نورو بیانیو کې هم تکرار کړه.
ترمپ په میامي کې وویل: «زه وایم چې ناراسته هیلري هم د [داعش] په بنسټ ایښودو کې [د اوباما] ملګرې وه.» ترمپ بیا زیاته کړه چې داعش ترهګره ډله هم غواړي چې هیلري کلنټن د امریکا متحدو ایالاتو ټاکني وګټي.
دا په داسې حال کې ده چې د دیموکراتانو ملي کمیټې له دونالد ترمپ څخه غوښتي دي چې د خپلو څرګندونو له کبله بخښنه وغواړي خو دونالد ترمپ بیا ویلي دي چې هغه حقیقت بیان کړی دی.
د کلنټن یوه مشاور په یوه بیانیه کې ویلي دي: «دا یوه بله بېلګه ده چې څرنګه دونالد ترمپ څرګنه د امریکا په اړه ناوړه څرګندوني کوي.»
سپیني ماڼۍ بیا د ترمپ د دغو خبرو په اړه د نظر له ورکولو څخه ډډه کړې ده.
په وروستیو وختونو کې د ترمپ د څرګندونو له کبله له هغه څخه ملاتړ مخ پر کمیدو دی. خو دا چې ایا هغه به وتوانیږي تر ټاکنو مخکې امریکا قانع کړي او که نه، د وخت په تیریدو سره به روښانه شي.