کرېکټ؛ د بنگله دیش لوبډلمشر له نړیوالو لوبو تقاعد اعلان کړ
۱۴۰۲ تیر ۱۵, پنجشنبهتمیم اقبال چې د یو ورځنیو نړیوالو لوبو، لوبډلمشر وو د پنجشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل: «تیره ورځ د افغانستان پر وړاندې لوبه زما وروستۍ نړیواله لوبه وه.» هغه په سملاسي توگه له هر ډول نړیوالو لوبو څخه د تقاعد اخیستو اعلان وکړ.
هغه په اوښکو ډګو سترگو دغه اعلان په یوه مطبوعاتي کنفرانس کې وکړ چې په ژوندۍ بڼه د تلویزون له لارې خپریدی.
هغه په خپلو څرگندونو کې وړاندې وویل چې «د دې پریکړې تر شاه کوم ناڅاپی علت نه شته او له یوه وخت راهیسې مې په دې هکله فکر کاوه. څو ورځې دمخه ما په دې هکله د خپلې کورنۍ له غړو سره خبري کړي دي. زما په فکر دا دې پریکړې له پاره سم وخت وو.»
افغانستان بنګله دیش ته په ستر توپیر ماتې ورکړه
د فرانسې خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې تمیم اقبال خپله دغه پریکړه دوه ورځې وروسته له هغې وکړه چې د افغانستان پر وړاندې د درو لوبو لړۍ په لومړي لوبه کې یې د لوبیدو اعلان وکړ. هغه له دې کبله له سختو نیوکو سره مخامخ شوی وو چې د هغه وخت له سختو انتقادونو سره مخامخ شو چې سل په سله تندرست نه وو.
د بنگله دیش د کرېکټ بورډ مشر نظم الحسن هم د انتقاد کوونکو په سر کې وو او د لوبغاړو مسلکیتوب یې تر پوښتنې لاندې راوستی وو.
تمیم اقبال د افغانستان پر وړاندې لوبه کې په ۲۱ توپونو ۱۳ منډې کړې وې. افغانستان دغه لوبه په ۱۷ منډو وګټله.
۳۴ کلن تمیم اقبال د بنگله دیش له پاره په ۲۴۱ یو ورځنیو نړیوالو لوبو کې ۸۳۱۳ منډې کړې وې چې پکې ۱۴ سلیزي هم شاملې وې. دا د یوه بنگله دیشي لوبغاړي تر ټولو زیاتې منډې دي. تمیم اقبال په ۲۰۲۲م کال کې له ۲۰ اوریزو هم تقاعد اخیستی وو.