کریکټ: پاکستان له ویسټ انډیز څخه د لوبو لړۍ وگټله
د پاکستان کریکټ لوبډلې تر یوې په زړه پوري سیالۍ وروسته له ویسټ انډیز څخه د ټیسټ لوبو لړۍ وگټله. دا د مصباح او یونس خان د مخه ښې له پاره ښه ډالۍ وه. د افغانستان لوبډله هم ویسټ انډیز ته روانه ده.
د پاکستان لوبډلې د دریمې ټیسټ لوبې په وروستۍ ورځ تر یوې په زړه پورې سیالۍ وروسته له ویسټ انډیز څخه د درو لوبو لړۍ وگټله.
د ویسټ انډیز پر وړاندې د پاکستان لوبډلې کابو شپیته کاله وروسته دغسې یوه بریا خپله کړې ده. د پاکستان په کریکټ کې دغه بریا له یوې داسې خوب سره تعبیریږي چې تر نیمایي پیړۍ زیات وخت راهیسې یې هیله کیده.
د ډومینیکا په ونډسر پارک لوبغالی کې د پاکستان لوبډلې وکولای شول چې خپلې سیالې لوبډلې ته په ۱۰۱ منډو ماته ورکړي.
د ویسټ انډیز ټوله لوبډله تر ۲۰۲ منډو جوړولو وروسته وسوځیده. ویسټ انډیز ته د دغې لوبې د گټلو له پاره ۳۰۴ منډو ته اړتیا وه.
کله چې د ویسټ انډیز وروستی توپ وهونکی شینن گیبریل، د یاسر شاه د اوور په وروستي توپ وسوځید نو د دغې سیریز او لوبې پایله یې واړوله. پاکستان د ویسټ انډیز پر وړاندې د ټیسټ لوبو دغه لړۍ دوه، یو وگټله.
که څه هم د ویسټ انډیز توپ وهونکی روسټن چیز، ښه توپ وهنه وکړه خو په خواشینۍ سره یې وویل: «زه ډیر واقعا ډیر خفه یم چې یو بل اوور مې و نه شو لوبولی.»
تر دغې تاریخي بریا وروسته مصباح، په خپلو څرگندونو کې وویل: «په وروستي پړاو کې په یوه وخت ډیر څه پر مخ روان وو، کیچونه و نه نیول شول، د نو بال ستونزې وې او یو وخت داسې احساسیده چې ښایي موږ لوبه و نه گټو.»
د شینن گیبریل تر سوځیدو وروست مصباح الحق وویل چې دا خبره د باور وړ نه ده.
مصباح وویل چې د ټولې لوبډلې او د پاکستان د کریکټ د مینه والو منندوی دی چې د دې لوبې د گټلو وړ وگرځید.
وروستۍ ټیسټ لوبه د پاکستان د ملي لوبډلې کپتان مصباح الحق او نوموتي توپ وهونکي محمد یونس وروستۍ لوبه هم وه. دغه بریا ښایي د دواړو د مخه ښې له پاره یوه یادگاري ډالۍ هم وي.