کریکټ بورډ پر دریو لوبغاړو وضع شوي بندیزونه لیرې کړي
۱۴۰۲ دی ۱۹, سهشنبهد افغانستان کریکټ بورډ د جنورۍ پر اتمه د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې د ملي لوبډلې پر دریو لوبغاړو وضع شوي بندیزونه یې تر څیړنو وروسته بیرته لیرې کړي دي. مخکې له دې د افغانستان کریکټ بورډ پریکړه کړې وه چې نه یوازې دا چې دا درې لوبغاړي به په نړیوال لیګونو کې نه لوبیږي بلکې د دوو کلنو له پاره به مرکزي قراردادونه هم نه ورکول کیږي.
د افغانستان کریکټ بورډ د دوشنبې په ورځ درې نوي تنظیمي اقدامات خپاره کړي ترڅو د لوبغاړو له لوري "ملي دندې ته ژمنتیا" یقیني کړي.
له دغو دریو نويو اصلاحاتو څخه لومړی دا دی چې یادو لوبغاړو ته د خپلو کړنو (مرکزي قرارداد نه لاسلیک) له امله وروستۍ لیکلي اخطاریه ورکړل شوې او دغه راز به ترې یوه اندازه معاش او د لوبې فیس هم ګرځول کېږي. په دوهم اصلاحاتي اقدام کې ملي دندې او د ادارې ګټو ته په کتو به دوی ته په سوداګریزو لیګونو کې د لوبېدو اجازت لیکونه یا NOC ورکول کېږي او په دې توګه یې د نه اعتراض سرټیفیکیټ یا ان. او. سي محدود کړی دی. سربیره پر دې، په دریم اقدام سره دوی ته به مرکزي قرارداد د دوی غوره کارکردګۍ او اصولو ته د بشپړې ژمنتیا په بدل کې ورکول کېږي.
د افغانستان د کریکټ بورډ مشر میرویس اشرف یادونه وکړه چې دغه تعدیلات د بورډ له خوا په افغان کریکټ کې د یادو لوبغاړو د ونډې په پام کې نیولو سره پلي شوي دي.
د افغانستان د کریکټ بورد مشر میرویس اشرف زیاتوي »بې له شکه لوبغاړو د لوبډلې په بريا کې ونډه اخيستې او د خپلو ارزښتونو په رڼا کې يې د ملت غوره نمايندګي کړې ده.«
میرویس اشرف زیاتوي چې »موږ هیله لرو چې دوی په راتلونکي کې د ورته ناخوالو څخه ډډه وکړي ځکه چې موږ تمه لرو چې دوی په ښه توګه د هیواد استازیتوب وکړي.«