کريکټ: افغانستان خپله دويمه لوبه هم وبايلله
۱۳۹۰ خرداد ۶, جمعهافغانستان د يو ورځنيو لوبو په ترڅ کي خپله دويمه لوبه هم وبا يلله. پاکستان لمړي پچه وګټله او خپله يي منډي جوړولو ته ملا وتړله. پاکستان په 50 اورونو کي د 7 لوبغاړو په سوځيدو 327 منډي جوړي کړي.
د پاکستان له خوا شرجيل 64، بابر اعظم 63 او عمر نعيم هم 64 منډي جوړي کړي او د سرفراز د 46 منډو په جوړولو سره وکړاي شو چي افغانستان ته د منډو ډير لوي هدف وټاکي.
د افغانستان لوبډله د تيري لوبي په څير ډيره ښه ونه ځليده او په 46.5 اورونو کي ټوله لوبډله د 177 منډو په جوړولو سره وسوځيده.
د افغانستان له خوا يواځي سميع الله شينواري ؤ چي 61 منډي يي جوړي کړاي شوي. پاکستان افغانستان ته په 150 منډو ماتي ورکړه. دا رنګه پاکستان د دريو لوبو څخه اوس دوه لوبي ګټلي دي.
په 2009 کال کي د سري لنکا د کرکيټ پر ټيم تر بريد وروسته د افغانستان د کريکټ لوبډله لمړني بهرني لوبډله ده چي په دغه هيواد کي لوبي تر سره کوي.
اژانسونه / سيد رياض
کتونکي: مسعود جهش