کرونا ښايي د نړيوالو شخړو د لا تودېدو لامل سي
۱۳۹۹ اردیبهشت ۲۳, سهشنبهپه ستاکهولم کي د نړيوالي سولي د څيړنيزي موسسې مشر دان سميت د سه شنبې په ورځ (د ۲۰۲۰ کال د می ۱۲مه) د «فونکه» په نوم د جرمني د رسنيو گروپ ته ويلي دي چي د کرونا بحران پرمهال به په نړۍ کي شخړي نوري هم شديدي سي.
هغه ويلي دي: «په دې برخه کي به په ځانگړې توگه عراق او سوريه زيانمن سي.» د هغه په خبره «په عراق کي د داعش د پياوړي کيدو نخښي نښاني ښکاري. په يمن کي کيدای سي جگړه زور واخلي او په افغانستان کي بيا د کرونا بحران پرمهال د سخت دريځو وسله طالبانو د بيا پياوړي کيدو تمه کيږي.»
د سولي د دغه څيړونکي په نظر د افريقا په ښکر او لوېديځي افريقا په ځينو برخو کي د بېلگې په توگه نايجريا او مالي له نوو تهديدونو سره مخامخ دي.
نوموړي زياته کړې: «د انسانانو هغه شان ملاتړ نه کيږي لکه هغوی چي اړتيا ورته لري، ځکه نو د هغوی ځيني ئې غواړي له وسله والو ملېشو سره يوځای سي، څوک چي له دوی سره خوراکي موادو ته د لاس رسي ژمنه کوي.»
د هغه په حواله داسي غيري دولتي ډلي هم سته چي خپل فعاليتونه ئې درولي دي. په يمن يا فليپين کي بېلابيلو گروپونو د ملگرو ملتونو د عمومي منشي انتونيو گوتريڅ هغه پيغام تر لاسه کړی چي پکښې په نړۍ کي د اوربند غوښته سوې، تر څو له کرونا سره مبارزې ته پاملرنه زياته سي. «نورو ډلو بيا برعکس له بحران څخه خپله گټه اخيستې ده.»
(N.Z/A.W.A(dpa,KNA