کرونا: په پاکستانيانو کې اړمنو خلکو ته د مرستو رسولو ليوالتیا
د کرونا وبا په سلونو زره پاکستانۍ کورنۍ اغيزمنې کړې، ځينې يې په ناروغۍ اخته او ځينو کارونه له لاسه ورکړي دي. په دې منځ کې ډير داسې خلک هم شته چې خپلو اړمنو هیوادوالو سره په مختلفو برخو کې مرستې کوي. انځورنه يې وګورئ:
ناروغانو ته د ښې غذا تيارول
په لاهور کې سيده فاطمې دويچه ویله ته وويل وروسته له هغې چې يوه ملګرې يې په کرونا ويروس اخته شوه، دې ورته د ډوډۍ تيارول پيل کړل. سیده فاطمه وايي ډير داسې ناروغان شته ګټورې غذا ته لاسرسی نه لري. هغې د ۲۵ اغیزمنو کسانو له پاره د غذا ورکولو پروګرام پيل کړ چې له ډيرو ورځو راهیسې ادامه لري.
د ۱۲۰ کسانو له پاره وړيا ډوډۍ
فاطمه اوس د ورځې ۱۲۰ تنه بې وزلو کسانو له پاره پخلی تياروي. هغه د دغه کار په بدل کې څه شي نه اخلي. فاطمه د سهار په ۷ بجو خپل کار پيلوي او د لومړي وخت ډوډۍ د سهار په لسو بجو استوي. تر هغه وروسته بيا د نورو ناروغانو له پاره خواړه پخوي او استوي يې.
د زده کونکو ګډې هڅې
مريم ملک په پاکستان کې د کمپيوټر د سافت وئير په برخه کې زده کړه کوي. وروسته له هغې چې فاطمی د ټولنيزو رسنيو له لارې د کرونا له وجې د خلکو له ستونزو خبره شوه دوو نوور زده کونکو سره يې په کرونا ناروغۍ د اخته شوو بې وزلو کسانو له پاره د مرستو پروګرام پيل کړ. اوس دغه درې زده کونکې په خپلو کورنو کې پاخه کړي خواړه په حکومتي روغتونو کې بستر ناروغانو ته استوي.
د ورځې ۱۵۰ کسانو له پاره وړيا خواړه
مریم او نور زده کونکي په ورځ کې ۱۵۰ ناروغانو ته وړيا خواړه تياروي. دوی وايي چې دغو ناروغانو سره يې اوس ډيرې ښې اړيکې رامنځ ته شوي، چې هغوی ورته هره ورځ ډيرې دعاګانې کوي.دغه زده کونکي له تيرو پنځلسو ورځو راهيسې دغه مرستې پيل کړي دي.
کورونا ریکارډ واریرز
د (Corona Recovered Warriors) يا له کورونا رغېدلو اتلانو په نوم دغه نوم فیسبوک پاڼه له هغو افرادو سره ويني، چې کرونايي ناروغانو له پاره پلازما چمتو کوي. د دغې فیسبوک پاڼې له لارې تر اوسه د ۴۵۰ ناروغانو پلازما ترلاسه کړي دي.
وړيا طبي مشورې
دغې فيسبوک پاڼې په پاکستان کې د کرونا ويروس د خپريدو په لومړيو ورځو کې خپل فعاليت پيل کړ. دغه پاڼه له ۳۰۰ زرو څخه ډير غړي لري. له دغې فیسبوک پاڼې له لارې ناروغانو ته د پلازما تيارولو تر څنګ روغتيايي مشورې هم ورکول کيږي.
په ملاکنډ کې يو ټولنيز کارکونکی
د ملاکنډ سېمې دغه ځوان عزيز محمد خان نوميږي. خان له خپلو يو شمیر نورو ملګرو سره په خپله سیمه کې خلکو ته د کرونا وبا په اړه پوهاوی کوي. هغه قرنطين شويو کورنيو ته راشن چمتو کوي او تر څنګ يې د روغتيايي کارکونکو له پاره د طبي تجهيزات او درمل د رانيولو په موخه د چندي ټولو پروګرام هم پيل کړ دی.
تر چتراله د مرستو لړۍ
عزيز محمد خان د خپلو ملګرو سره په خيبرپختونخوا او چترال کې د اغيزمنو خلکو سره مرستې کوي. خان وايي چې دوی پر جوماتونو باندې صابونونه ویشلي تر څو هغه کسان چې په جومات کې اودس کوي، له صابون څخه هم کار واخلي.
د طبي تجهیزاتو مرستې
د کرونا ريکارډ وائيرز، فیسبوک پاڼه يا ګروپ، وايي چې دوی سره ګڼ شمير پاکستانيانو او شرکتونو د آکسيميټر ألې مرستې کړي دي.
د ويټامينونو مرستې
معيز اويس، د درملو جوړونې يو شرکت لري. د اويس شرکت هم په دې لړ کې د زرونو روپيو په ارزښت، د درملو او ويټامينونو مرستې ترسره کړي دي.