کرونا وبا او په عجيب و غريب ډيزاينونو جوړ تابوتونه
د کرونا اوبا پرمهال په لويدځ کې يو نوی دود راوتلی چې ځيني خلک خپل مړي په ساده شکل خاورو ته نه سپاري يا يې نه سوځوي، بلکې هنري او عجیب تابوتونه ورته چمتو کوي. انځورنه يې وګورئ.
وصیتونه
د کرونا وبا سره په نړۍ کې د انسانانو مرګ و میر ډير شوی. دغې وبا سره د مړو د ښخولو مراسمو، په ځانګړې توګه لويديځ کې تغییر موندلی. په آلمان کې څه باندې ۷۳ سلنه مړه شوو کسانو وصیت کړی وو چې جسدونه يې په هدیره کې د خښولو پر ځای «وسوځوي.»
د اور وژونکو تابوت
د ځينو له پاره دا خبره له تصوره لرې ده، چې مړی يې په ساده تابوت کې خاورو ته وسپارل شي. هغوی غواړي ځانګړی تابوت ولري. دوی غواړي تابوت يې باید د هغوی د شخصيت، مسلک او طرز تفکر ښکاروندويي وکړي.
د خوږۍ په ډيزاين تابوت
د وانیل کریم لرونکي دوناټ خوږې په شکل يو تابوت. دغه تابوت د نيوزيلند د «Dying Art» شرکت جوړ کړی دی.
د ککاو شوقيانو له پاره تابوت
په مسيحي هیوادونو کې تر ډيره مړي تر مړينې څو ورځې وروسته خاورو ته سپارل کيږي. دغه مراسم معمولاً له کلیسا څخه پيليږي او بیا تابوت د ښخولو له پاره هديرې ته انتقاليږي.
د فلمونو او سريالونو د شوقیانو له پاره تابوت
دغه تابوت د فلمونو، د «فضايي مخکښو» سريالانو، د «لګو» (LEGO) مينانو او کشتۍ چلونۍ د فلمونو شوقیانو له پاره جوړ شوی دی.
ګلان او بوټي
دغه ډول ځانګړي تابوتونه د هغو کسانو له پاره جوړ شوي چې له ګلانو او بوټو سره ډيره مينه لري.
د پيانو غږونکو له پاره جوړ تابوت
دغه تابوت خاص د هغو کسانو له پاره چې پيانو غږوي، جوړ شوی دی. د دغه تابوت په لیدلو هر څوک پوهيږي چې په هغه کې ايښودل شوی مړی يو پيانو غږونکی وو.
د پړانګ تابوت
په نيوزيلند کې د «دایینګ آرت» شرکت د پړانګانو له پاره هم په دغه ډيزاین تابوت جوړ کړی دی.
د سکيت په شکل تابوت
هنرمندانو د کرونا وبا څخه مخکې هم د خپلو جنازو او خاورې سپارلو مراسمو ته هنري پاملرنه کړې ده. څو کاله وړاندې په کسل ښار کې د «انګلیس عجیب او غریب تابوتونو» یو نندارتون جوړ شوی وو. (انځور د کسل د ۲۰۰۵م کال په نندارتون کې د سکيت په شکل يو تابوت)
د کاسل نندارتون
په کاسل ښار کې د «انګلیس عجیب او غريب تابوتونو» نندارتون چې په ۲۰۰۵م کال کې جوړ شوی وو پکې ۱۶ ډوله تابوتونه نندارې ته وړاندې شول.
د زمري او توپ په بڼه تابوتونه
په افريقا کې هم د عجیب او غریب تابوتونو دود شته. يو ګانايي تابوت جوړونکي د زمري په ډیزاین تابوټ او د پوځيانو له پاره تابوټ چې د توپ په ډيزاین دی جوړ کړي دي.
د موټر او الوتکې په ډيزاين تابوت
دغه تابوتونو چې د موټر او الوتکې په ډيزاین دي، په ګانا کې جوړ شوي دي.
د تابوت پر مخ هنر
دغو تابوتونو باندې د «آلفرد اوپيولکا» اثار نقاشي شوي دي. دغه تابوتونه د ۲۰۰۶م کال د «تابوت پر مخ هنر» په نوم يوه نندارتون کې ايښودل شوي ول.
لرغوني تابوتونه
په مصر کې بيا د پيړۍ پيٍړۍ مخکې وختونو تابوتونه کشف شوي چې په هغو کې نه یوازې مومیايي جسدونه کیښودل شوي بلکي باندې يې هم د نقاشۍ په شکل د پيغامونو درلودونکي دي.