کرونا واکسین: څومره کسان په کوم هیواد کې واکسین شوي؟
په نړۍ کې د کرونا ضد واکسین پر ۲۱۲ میلیونه کسانو باندې تطبیق شوی دی. اسرائیل په دې سیالۍ کې تر ټولو مخکې دی چې ۵۰،۲ خلکو ته یې واکسن لګول شوي. په افغانستان او پاکستان کې وضعیت څه ډول دی؟
اسرائيل
د اسرائیل ۵۰،۲ سلنه اتباعو ته د کرونا ضد واکسین لګول شوي دي او د ټول نفوس ۳۴،۶ سلنه ته د کرونا دواړه دوزه ترزیق شوي دي. دغه ارقام د «نیویارک ټایمز» د کرونا اړونده پاڼې اخیستل شوي.
سیشیلز
د افریقا له لويي وچې ۱۵۰۰ کیلومتره د هند په سمندر کې له ټاپوګانو جوړ هیواد سیشل کې ۶۵،۵۷۶، واکسینه لګول شوي دي. دا د دغه هیواد د نفوس ۴۵،۴ سلنه جوړوي. په سیشل کې د ټول نفوس ۲۲،۳ سلنې ته د کرونا ضد واکسینو دواړه دوزه لګول شوي دي. په انځور کې د سیشل هیواد ولسمشر د واکسین لګولو دمخه معلومات ترلاسه کوي.
متحدہ عربي امارات
په متحده عربي اماراتو کې د کرونا ضد ۵۵۵۷۷۹۳ واکسینه لګول شوي دي. په دې هکله کوم د معلوماتو کومه زیرمه نشته چې د نفوس څومره برخې ته واکسین ترزیق شوي، خو په اوسط ډول له هرو سلو کسانو شا او خوا ۵۷ کسانو ته واکسین لګول شوي.
بریتانیا
بریتانیا په دې سیالۍ کې څلورم مخکښ هیواد دی. هلته د فبروري تر ۲۴مې نیټې ۱۸۳۴۸۱۶۵ کسانو ته د کرونا ضد واکسین لګول شوي دي. د ټول نفوس ۲۶،۷ سلنې ته واکسین لګول شوي او ۰،۹ سلنه خلکو ته د واکسین دواړه دوزه لګول شي.
امريکا متحده ایالات
په امریکا متحده ایالاتو کې له هرو سلو کسانو شا او خوا ۱۹ کسانو ته د کرونا ضد واکسین لګول شوي. په ټولیز ډول ۶۴۱۷۷۴۷۴ کسانو ته واکسین ورکړل شوی. که د ټول هیواد د نفوس په کچه وکتل شي نو ۱۳،۳ سلنه امریکايي اتباعو ته واکسین لګول شوي او ۵،۹ سلنه خلکو ته واکسین دواړه دوزه ترزیق شوي. په انځور کې د متحده ایالاتو ولسمشر جو بایدن ته واکسین لګول کیږي.
بحرين
په بحرین کې په اوسط ډول له هرو سلو کسانو شا او خوا ۱۷ کسان واکسین شوي. په دغه خلیجي هیواد کې په مجموعي ډول ۱۷۸۲۲۲ واکسین لګول شوي دي.
چلي
په چلي کې د کرونا ضد د لګول شوو واکسینونو مجموعي شمیر ۲۹۹۴۱۳۹ ته رسیږي. په دغه هیواد کې د ټول نفوس ۱۵،۷ سلنه خلکو ته واکسین لګول شوی او د هغو خلکو شمیر چې دواړه یا بشپړ دوزه یې ترلاسه کړي ۰،۳ دی. په انځور کې د دغه هیواد ولسمشر ته واکسین لګول کیږي.
مالديو
په مالديو کې په اوسط ډول له هرو سلو کسانو څه د پاسه ۱۴ کسانو ته د کرونا ضد واکسین ترزیق شوي. په دغه هیواد کې د واکسین ۷۵۰۱۳ دوزه تطبیق شوي دي.
سربستان
په سربستان کې هم له هرو سلو کسانو څخه ۱۴،۱ سلنه خلکو ته کرونا ضد واکسین لګول شوي دي. په ټولیز ډول ۹۸۷۰۰۰ کسانو دغه واکسین ترلاسه کړي دي. د نفوس له مخې د دغه هیواد ۱۱،۵ سلنه خلکو ته د کرونا ضد واکسین لګول شوي دي او ۲،۶ سلنه خلکو ته دواړه دوزه لګول شوي دي.
پاکستان
په پاکستان کې د کرونا ضد ۷۲۸۸۲ واکسین لګول شوي دي، په دې ترتیب د ټول نفوس یوازې ۰،۱ سلنه خلک واکسین شوي دي.
افغانستان
که څه هم افغانستان څه موده وړاندې د کرونا ضد واکسین له هند څخه ترلاسه کړي وو خو د سه شنبې په ورځ د افغانستان د ولسمشر په حضور کې لومړی واکسین یوې خبریالې او یوه سرتیري ته ولګول شو. د روغتیا چارو وزارت په دې هکله زموږ پوښتنه ځواب نه کړه.