افغان حکومت د ملي دسترخوان پروګرام پيل کړ
۱۳۹۹ تیر ۲۸, شنبهله کابل څخه د آلمان خبري آژانس د ولسمشر غني د لومړي مرستيال، امرالله صالح له قوله ليکي چې د «ملی دسترخوان» پروګرام څخه به د افغانستان د ۳۴ ولايتونو شاوخوا څلور ميليونه کورنۍ ګټه پورته کړي.
صالح د دغه پروګرام د پرانيستې په مراسمو کې وويل چې د دغه پروګرام په کمکي بستو کې، وريژې، لوبيا، غنم، غوړي او صابون شامل دي، چې په واقعيت کې دا د اغيزمنو کورنيو له پاره د اړتيا وړ عاجل توکي دي.
هغه زياته کړه چې د دغو موادو د ويش پروسه به د غير حکومتي بنسټونو له خوا ترسره کيږي او د ويش په پروسه کې د لا شفافيت او ډاډ په موخه به يې حکومت نظارت کوي.
د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ په حواله، د افغانستان د نفوس لږ تر لږه ۹۰ سلنه برخه د فقر تر کرښې لاندې، په ورځ کې يوازې پر دوو ډالرو عوايدو باندې خپل ژوند کوي.
د ملي دسترخوان پروګرام، د وچې ډوډۍ د د ويش د هغه پروګرام په ادامې پيليږي، چې د اپريل مياشتې په اوايلو کې په کابل کې پيل او تمه وه چې د ټول هيواد په کچه تطبیق شي. خو یاد پروګرام د مديريت ضعيف او په کې د پراخ فساد د ادعاو په نتيجه کې ودرول شو.
د ملګرو ملتونو سازمان يو رپوټ چې په جون مياشت کې خپور شوی، وايي چې په ۲۰۲۰م کال کې په افغانستان کې ۱۴ ميليونه انسانان د ژغورنې له پاره مرستو ته اړتیا لري، هغه شمير چې د ۲۰۱۹م کال د دسامبر میاشتې راورسته نژدې دوه برابر لوړ شوی دی.
آژانسونه/ م.ک.ص/ا.ا