کرونا: آلماني ډاکټران ولي خپل لوڅ انځورونه خپروي؟
د آلمان يو شمېر کورني ډاکټرانو یوازې د حفاظتي لباس د نه شتون له کبله احتجاج نه دی پيل بلکې دې ته هم د پام د راگرځولو هڅه کوي چې د کرونا د بحران پر مهال د هغوی نظر ته ډيره پاملرنه نه ده شوې.
په مهمو پريکړو کې نه شريکول
په آلمان کې د مارچ مياشتې په پيل کې پریکړه شوې وه چې هغه کسان چې د ريرش يا د تنفسي جهاز د ميکروبي کيدو معمولي علايم لري، بايد ډاکتر ته ولاړ نه شي. د دې پړيکړې دليل د معاينه خانو د کار بار سپکول او د کوويد ۱۹ ناروغۍ د خپريدو مخه ونيول ول. خو د اپريل مياشتې په نیمايي که په ناڅاپه ټوگه دا مقررات لغوه شول چې دې کار ډاکتران سخت په غوسه کړل.
د حفاظتي لباس کمښت
ډاکتران همدا راز د کرونا وبا د بحران پر وخت د حفاطتي وسايلو د کمښت له وجې هم ناراضه دي. هغوی وايي:«موږ پوهيدو چې که يوازې يوه احتجاجي ليکنه واستوو، نو غږ به مو انعکاس پيدا نه کړي.» دې ډاکترانو له همدې کبله د يوه فرانسوي ډاکتر مثال تعقيب کړ چې د حفاظتي لباس پر نه شتون د انتقاد په موخه یې په ټولنیزو رسنيو کې خپل لوڅ انځور خپور کړی وو.
له تخيله ډک
په دې نوښت کې شريک ډاکتران په خپله معاينه خانه کې يا هم د کتنځای دباندې په داسې حال کې انځورونه اخلي او بيا یې پر ټولنیزو رسنیو خپروي، چې لوڅ وي، د زياترو یې ماسکونه پر مخ وي او ستیتسکوپ او يا د فشار د کتلو آله ورسره وي
د پزې او خولې د ماسکونو کمښت
د آلمان د مونشن يو کورنی ډاکتر هانس بلاکنفيلد دا درک کوي چې په ټوله نړۍ کې د تقاضا له کبله د حفاظتي لباس، ماسکونو او ضد عفوني موادو رسیدل د ځنډ ښکار شوي خو کوم څه چې هغه نه شي درک کولی دا دي چې دا کمښت د اوونيو راهيسې موجود دی. هغه وايي چې له مريضانو سره د تليفون له لارې د مشورې موده چې اوس د مي تر اتلسمې غځول شوې ده، کافي نه دي. ډاکتران غوښتنه کوي چې دا موده دې د دې وبا تر ختميدو پورې وغځوله شي.
روغتيايي بیمې له ډاکترانو څخه ملاتړ کوي
ډاکتران د روغتيايي بيمو ملاتړ له ځان سره لري. د «ډي ای کی» د صحي بيمې د شرکت مشر اندرياس شتروم وويل چې هغوی د دې مقرراتو د جون تر پای پورې د عملي کولو پلوي کوي.
د سوء استفادې ويره
خو کار فرمايان ويره لري ښايي کارکوونکي ډاکتر ته تر وتلو پرته د مريضې د سند د ترلاسه کولو له دې مقرراتو څخه سوء استفاده وکړي. له همدې کبله ډاکتران اټکل کوي چې د کارفرمايانو دا نديښنه د دې مقرراتو د غځولو پر موده اغیزه لري.
د لوڅ احتجاج انعکاس
د ډاکترانو د لوڅ احتجاج دې نوښت چې حتی څومره نړيوال انعکاس موندلی، د ډاکتر بلانکنفيلد ترڅنگ یې د هغه د لارې نور ملگري هم حيران کړي دي. تر اوسه ۵۰ ډاکترانو خپل انځورونه شريک کړي دي. ډاکتر بلانکنفيلد وايي: «موږ غواړو د بحران په رهبري کولو کې دخليل واوسو. موږ غواړو خپل مريضان وساتو. غواړو د کار کولو جوگه واوسو او غواړو په شريکه سره دا بحران مهار کړو.»