کرزی:د مخکښو طالبانو نومونه دي د تور ليست څخه و ايستل سي
۱۳۸۹ تیر ۲, چهارشنبهد افغانستان د جمهوري رياست دفتر ويلي دي چي دغه خبره هغه وخت را پورته سوه چي ولسمشر کرزي د ملگرو ملتونو د امنيت شورا د استازو سره يې په کابل کي ليدنه کتنه درلوده.
د دفتر د وينا د مخه دابه هغه طالبان وي چي د القاعدي سره سروکار ونلري.
درې اونۍ د مخه په کابل کي د سولي په ملي مشورتي جرگه کي په وروستۍ اعلاميه کي د ملگرو ملتونو د تورليست څخه د طالب مشرانو د نومونو د ايستلو غوښتنه سوې ول.
د سولي د ملي مشورتي جرگې د غوښتني د مخه بايد د طالبانو د مشر ملا محمد عمر او د اسلامي حزب د مشر گلبدين حکمتيار نومونه د تور ليست څخه وايستل سی.
نړيوالي ټولني او خپله ملگرو ملتونو هر وخت ددغه ډول غوښتنو په اړه څه نه دي ويلي او يوازي يې د هغو طالبانو سره د خبرو وړانديزونه کړي چي غواړي د افغانستان اساسي قانون و مني.
دا ليست په 2001 کال کي پر نيويارک او واشنگټن باندي تر بريدونو وروسته د ملګرو ملتونو لخوا خپور سوی دی.
ددې ليست خپرېدل ددې سبب هم سول چي افغانستان ته دي بهرني عسکر ولېږل سی.
AG/رحيله اميري
کتونکی. زيارمل