کرزی: په سیمه کي د روسيې رول افغانستان ته ثبات بخښي
۱۳۹۵ اردیبهشت ۸, چهارشنبهد افغانستان پخواني جمهوررئيس حامد کرزي په مسکو کي له «RT» تلويزيون سره په مرکه کي ويلي دي چي په مرکزي اسيا کي د روسيې قوی رول افغانستان پياوړی کوي.
کرزي ويلي دي چي د شوروي اتحاد او امريکا متحدو ايالاتو مقابلې د افغانستان پر وضعيت باندي سخته اغېزه کړې: «موږ د دغي مقابلې ترمنځ پاته وو، موږ ئې قربانيان وو. د دغه جريان اغېزې تر ننه پوري احساسيږي.»
هغه زياته کړې ده: «ځکه نو د شوروي اتحاد سره پاشولو او د هغه کمزورۍ موږ ته سخته ضربه راکړه. د يوه قوي شوروي اتحاد پرمهال موږ يو پياوړی افغانستان لاره.»
کرزي له ياد تلويزيون سره په مرکه کي زياته کړې ده چي دی ډاډه دی چي په سیمه کي د روسيې قوی رول د افغانستان د ثبات له پاره ډېر اړين دی: «د هغه څه له پاره چي موږ بايد کار پر وکړو او زه په لگيا يم دا دي چي روسيه د افغانستان امنيتي ځواک و روزي او زموږ سره سياسي او اقتصادي مرستي وکړي.»
روسيه باید د افغانستان د سولي په خبرو کي ونډه ولري
بله خوا د ازبکستان جمهوررئيس اسلام کريموف د روسيې له ولسمشر ولاديمير پوتين سره د ليدني کتني پرمهال ويلي دي چي د افغانستان د سولي پروسې په خبرو اترو کي د روسيې گډون اړين دئ.
هغه ويلي دي: «زموږ په نظر دغه ستونزه بې له روسيې حلېدای نه سي. هر هغه څوک چي فکر کوي دغه کار بې روسيې کيږي ستره اشتباه کوي.»
د ازبکستان د جمهوررئيس په خبره: «د دې له پاره چي د افغانستان د سولي پروسې په خبرو کي پرمختگ راسي دا به ډېره مناسبه وي چي د روسيې استازي د خبرو اترو پروسې ته ور وبلل سي.»