کرزي د طالبانو سره د سولي د پلان ملاتړ وغوښت
۱۳۸۹ تیر ۲۹, سهشنبهکرزي زياته کړې زموږ د سولي مشورتي جرګې د سولي په برخه کي يو ملي تفاهم جوت کړی دی او بايد دغه پيغام هغو مخالفو وسله والو ته ورسوو چي زموږ اساسي قانون مني او د القاعده له تروريستي شبکې سره اړيکي شلوي.»
کرزي دغه راز د کنفرانس برخوالو ته زياته کړې چي نړيوال ملګري دي د سولي له دغو هڅو څخه ملاتړ وکړي، خو په دې اړه يې جزيات ورنه کړل چي حکومت به يې دغه پلان څنګه عملي کوي.
ټاکل سوې ده چي د اټکل له مخه ۳۶ زره طالب جنګيالي دې ته تشويق سي چي تر ۲۰۱۵ م کاله پوري خپلي وسلې پر ځمکه کښېږدي.
تقريبا ۷۸۴ مليونو ډالرو ته اړتيا ده تر څو دغه پنځه کلن پلان تمويل سي.
د امريکا د متحده ايالاتو د بهرنيو چارو وزيرې وويل چي د هغې هېواد به د افغانستان د حکومت له دغه پلان څخه ملاتړ وکړي.
نوموړې زياته کړه چي د سولي د ملي مشورتي جرګې را په دې خوا ډېر ښه پرختګونه سوي دي.
AG/ نسيم صابر
کتونکی. زيارمل