کاناډا د ویشتل شوې الوتکې قربانیانو ته پیسې ورکوي
۱۳۹۸ دی ۲۸, شنبهد جمعې په ورځ (د ۲۰۲۰م کال د جنوري میاشتې په ۱۷مه نیټه) د کاناډا لومړي وزیر جستن ترودو، په ایران کې د ویشتل شوې الوتکې کاناډايي قربانیانو ته د مالي مرستې ورکولو اعلان وکړ. جستن ترودو وویل چې حکومت به یې د ویشتل شوې الوتکې کاناډايي اتباعو او هغو قربانایانو ته چې د کاناډا دایمې اقامې ولري، ۲۵ زره کاناډايي ډالر (شاوخوا ۱۹ زره امریکايي ډالر) ورکړي. نوموړي په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې دغه څه د قربانیانو له کورنیو سره د جنازې او نورو اړوندو مراسمو په برخه کې لومړی ګام دی.
د کاناډا لومړي وزیر په دې هکله وویل: «دا پر ایران باندې د وضع شویو نړیوالو بندیزونو له کبله یو بې ساری او یواځینی وضعیت دی او هغه ستونزمن [وضعیت دی] چې [قرباني] کورنۍ ورسره مخ شوي دي.» تردو په خپلو خبرو کې زیاته کړه: «زه غواړم واضح ووایم: موږ له ایرانه تمه لرو چې دغو کورنیو ته تاوان ورکړي. ما له دوی [د قربانیانو له کورنیو] سره ملاقات وکړ. دوی ډیر وخت انتظار نه شي کولی. دوی همدا اوس ملاتړ ته اړتیا لري.»
د روانې جنوري میاشتې په اتمه نیټه د ایران انقلابي ځواکونو له تهران ښار څخه د باندې یوه اوکرایني الوتکه په توغندیو وویشتله چې له کبله یې۱۷۶ تنه مسافرین ووژل شول. دغه الوتکه په عراق کې د امریکايي ځواکونو پر دوو پوځي اډو باندې د ایران تر توغندويي بریدونو څو ساعتونه وروسته وویشتل شوه.
د کاناډا لومړي وزیر د یادو مرستو په هکله وویل: «دا د [قرباني شویو کورنیو] د ګڼ شمیر اړتیاو له پاره عاجلې مرستې دي. دا د ایران له لوري د هغه تاوان برخه ده چې موږ یې تمه لرو او دا چې باید دغه تاوان ورکړل شي.»
د ایران له لوري د ویشتل شوې الوتکې د ټولو ۱۷۶ مسافرینو له ډلې څخه ۵۷ تنه یې کاناډايي اتباع وو. چارواکو همدا راز ویلي چې د ټولو مسافرینو له ډلې څخه ۱۳۸ تنو یې غوښتل کاناډا ته ولاړ شي. په وژل شویو مسافرینو کې اوکرایني، ایراني، سویډني، بریتانیايي او افغان اتباع موجود وو.