کاناډا د مهاجرو د انتقال په برخه کي ستونزي لري
۱۳۹۴ دی ۴, جمعهد «گلوب اند مايل» ورځپاڼي د راپور له مخي د کاناډا د مهاجرو وزير جان مک کالوم، د پنجشنبې په ورځ ويلي دي چي د دغه شمېر مهاجرو د انتقال له پاره ډېرو پروازونو ته اړتيا ده چي امکان نه لري.
هغه په يوه مطبوعاتي کنفرانس کي ويلي دي چي دوی اوس «د جنت او دوږخ تر منځ دي». له هغه وخت راهيسي چي په کاناډا کي (د نوامبر مياشتي ۴مه) د جاستين ترودو په مشرتوب ليبرال حکومت جوړ سوی دغه هیواد ۲۴۰۹ سوريايي مهاجر منلي دي.
له سوريې څخه کاناډا ته د مهاجرو د انتقال پروسې وزير ويلي دي چي د کال تر پايه له سوريې څخه د پاته مهاجرو د انتقال له پاره ۲۵ الوتکو ته اړتيا ده چي په هره یوه کي به ۳۰۴ کسان انتقاليږي.
خو هغه ويلي دي چي د دې امکان ډېر لږ دی چي په دغه تعداد الوتکي دي دوی په اختيار کي ولري.
کاناډا حتی په پلان کي لرل چي د ۲۰۱۶م کال تر شروع پوري ۲۵۰۰۰ سوريايي مهاجر ومني. خو وروسته بيا دغه شمېر د راتلونکي کال تر فيبرورۍ مياشتي پوري وټاکل سو.