کابل ته د پاکستان د استخباراتي ادارې د رییس حیرانونکی سفر
۱۴۰۰ شهریور ۱۳, شنبهد پاکستان د استخباراتو د ادارې (آی اس آي) مشر، په یو حیرانوونکي سفر د شنبې په ورځ (د سبتمبر ۴مه) کابل ته رسیدلی دی. نن پر ټولنیزو رسنیو هم د جنرال فیض حمید يو انځور چې د کابل په سرينا هوټل کې اخیستل شوی، لاس په لاس کيږي.
رپوټ زیاتوي چې تر اوسه لا روښانه نه ده چې دغه تر ټولو ځواکمن پاکستانی چارواکی به د شنبې په ورځ د طالبانو د رهبرۍ سره په کومه مسئله خبرې وکړي، خو د پاکستان استخباراتي ادارې په اړه ویل کيږي چې پر طالبانو باندې له بهره تر ټولو ډير نفوذ لري.
د طالبانو رهبرۍ په پاکستان کې خپل مرکزونه درلودل او په اغلب ګمان يې د پاکستان د استخباراتي ادارې سره مستقیمي اړيکي درلودې.
د افغانستان د ملي امنیت ادارې پخوانې رئيس، رحمت الله نبيل کابل ته د جنرال فیض د سفر په اړه حیرانتیا ښکاره کړې ده. هغه پر خپلې ټويټر پاڼې ليکلي: «هغه ولې کابل ته راودانګل...آیا د نوي حکومت د جوړلو سره د مرستې پخاطر؟» هغه نورې پوښتنې هم کړي دي چې په یوه ځای کې ېې ليکلي: «د طالبانو د مختلفو فراکسيونو تر منځ د واک د ويش په سر د اختلافاتو د حل لپاره؟»
طالبان چې اوس مهال د خپل نوي حکومت پر جوړيدو بوخت دي، تيره ورځ داسې رپوټونه خپاره شول چې د حکومت مشري به يې ملا برادر کوي. خو نبيل په يوه بل جلا ټويټ کې ويلي دي چې تر ډیر برید د دې احتمال شته چې ملا برادر دې د نوي حکومت مشر نه وي. هغه زیاته کړې ده چې دغه «مسئوليت به د تمې ډير خلاف یو بل کس، خو آی اس آی ته نژدي کس واخلي.»