1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

چینايي بیړۍ ممکن د هند د توغندیزې ازموېنې د ځنډیدو سبب شي

۱۴۰۱ آبان ۱۴, شنبه

په داسې یو وخت کې چې هند د بنګال په خلیج کې توغندیزې ازموېنې کوي، د چین یوه ستره فضایي رادار لرونکې بیړۍ په هند سمندر کې ګزمې کوي. د چارواکو په وینا د هند سمندري ځواکونو د چینايي بیړۍ حرکت تر ژور څار لاندې نیولی دی.

https://p.dw.com/p/4J6ju
Sri Lanka, Hambantota | Umstrittenes chinesisches  Forschungsschiff Yuan Wang 5
انځور: Ishara S. Kodikara/AFP/Getty Images

هند او یو شمیر نړیوالو رسنیو د هند د دفاع وزارت په حواله اطلاع ورکړې ده چې د یوه مهم پرمختګ په ترڅ کې د کله راهیسې نه چې د چین د جاسوسۍ نظامي بیړۍ د انډونیزیا له لارې د هند بجیرې ته داخله شوې ده، د هغه وخت راهیسې د هند له خوا په دقیق ډول تر څار لاندې نیول شوې ده.

تر ۲۲ زره ټنو زیات وزن درلودونکې یوآن وانګ۶، چینایي جنګي بیړۍ پر لویو انتنونو، د څارنې پر پرمختللو تخنیکي تجهیزاتو او برقي سنوپینګ سنسرونو سمباله ده. دغه کښتۍ د سټلایټ یا سپوږمکیو ترڅنګ د لیري واټن بالستیک توغندیو حرکت کشف او اندازه کولی شي.

په هند سمندر کې د څارنې له پاره جاسوسي کوونکې بیړۍ

د وآن وانګ۶ بیړۍ د تیرې جمعې په سهار د انډونیزیا له بالي ساحل څخه روانه شوې وه او بیا د هند سمندر ته ننوتلې ده. د چین د سمندري ځواکونو له خوا د دې ډول جاسوسي کوونکي بیړۍ، د توغندیزې آزموېنې او د سپوږمکیو د حرکت د څارنې له کبله شهرت لري.

اړوند: هند د بی پیلوټه الوتکو د بیړنۍ خریدارۍ پریکړه کړې

د هند خبري آژانس ای این آئ د هند د دفاع وزارت په حواله رپوټ ورکړی دی چې «په هند سمندر کې تر داخلیدو وروسته راهیسې د دغې چینایي تحقیقاتي بیړۍ دقیقه څارنه روانه ده.»

آیا هند به توغنديزه آزموېنه وځنډوي؟

مخکې تر دې هند د نومبر په ۱۰ او ۱۱ نیټو کې په بنګال خلیج کې د خپل لیري واټن توغندیو د ازموېنې په خاطر د پرواز ممنوعه سیمې ته د پراختیا ورکولو له کبله هوایي ځواکونو او پيلوټانو ته خبرداری ورکړی و. د هر ډول توغندیو له آزموېنې مخکې د دا ډول خبرداري ورکول معمول وي.


د دفاع وزارت د سرچینو په حواله «هرکله چې هند غواړي د کومې وسلې آزموېنه وکړي، چین په دوامداره توګه خپل د جاسوسۍ بیړۍ د هند سمندر ته استوي، کوم چې د تخنیکي استخباراتو د راټولولو وړتیا لري.»

د اطلاعاتو مطابق د موجوده وضعیت له کبله هند شاید راتلونکې اونۍ د «اګڼې» لړۍ خپله د توغندیو ازموېنه وځنډوي، ځکه چې چینایي بیړۍ په اسانۍ سره د دغو توغندیو سرعت، د هدف په نښه کولو وړتیا او برد یا ویشتلو توان معلومولی شي.

د روان کال په اګست میاشت کې کله چې د چین یوآن وانګ، بیړۍ د سريلانکا په همبونټوټا بندر کې لنګر اچولی و، په هغه وخت کې هم هند شدیده انديښنه ښودلې وه.

د هند انديښنه یوازې د چینایي جاسوسي کوونکو بیړیو له کبله نه ده، بلکې د سریلانکا د همبونټوټا د بندر په هکله هم ده، کوم چې سریلانکا د پور د نه ادا کولو له کبله د ۹۹ کلونو له پاره چین ته په اجاره ورکړی دی.

سرحدي شخړه او کشمکش

د هند او چین دغه اقدام د دواړو هیوادونو ترمنځ د موجود کشمکش ښکاريندویي کوي، چې لامل یي د دواړو هیوادونو ترمنځ د یوې اوږدې مودې سرحدي جنجال هم دی. د دواړو هیوادونو ترمنځ په شمال ختیځ کې له سکم نیولې بیا تر لداخ پورې نږدې ۳۰۰۰ کیلومتره اوږد سرحد موجود دی.

اړوند: د چینايي راکټ ټوټې د هند په سمندر کي لویدلي

که څه هم د دواړو هیوادونو ترمنځ یوه واقعي د کنترول کرښه موجوده ده، خو د دغو دواړو ګاونډیانو ترمنځ سرحدي شخړه یوه پخوانۍ مسئله ده.

پر ایل او ای سي یا نړیوال سرحد د شخړې له کبله د دواړو ګاوندیو هیوادونو ترمنځ د تقریباً تیرو دوو کلونو راهیسې په ختیځ لداخ کې کشمکش یو څه زیات شوی دی.

د ۲۰۲۰م کال د جون په ۱۵ نیټه د ختیځ لداخ په ګلوان دره کې د دواړو هیوادونو د پوځي ځواکونو ترمنځ شدیده نښته رامنځته شوې وه، په کوم کې چې د هند لږ تر لږه ۲۰ او د چین ۴ تنه عسکر وژل شوي وو.

زین صلاح الدین: ش.ن/ ن.ص