1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
موټر او ترانسپورتشمالی امریکا

چین: تیسلا ۸۰۰۰۰ موټره بیرته ورکشاپونو ته ورغوښتي

۱۴۰۱ آذر ۴, جمعه

د برقي موټر جوړولو امریکايي شرکت تیسلا په چین کي تر ۸۰۰۰۰ اضافه خرڅ سوي موټر د کنټرول په خاطر بیرته خپلو ورکشاپونو ته ورغوښتي دي.

https://p.dw.com/p/4K2wO
China Das in China produzierte Tesla-Modell Y kommt in den Verkauf
انځور: dpa/HPIC/picture alliance

د شرکت په حواله، دا د ۲۰۱۳ او ۲۰۲۲ م کلونو په منځ، خصوصأ ۲۰۱۹م کال کي د چین ولسي جمهوریت ته صادر سوي او یا هلته تولید سوي د «اس ماډل» او «۳ ماډل» موټران دي. ویل کیږي چي د دغو موټرو سافټویر باید نوی او امنیتي کمربندونه یې کنټرول سي.