چین او روسیه پوځي تمریناتو ته چمتوالی نیسي
۱۳۹۲ تیر ۱۴, جمعهد جمعې په ورځ چینایي او روسي پوځي پیړۍ د دواړو هیوادونو د ګډ پوځي تمریناتو له پاره چمتو وې. دغه پوځي تمرینات به د یوې اوونۍ له پاره دوام وکړي.
د چین دولتي خبري آژانس ویلي دي چې دا تر اوسه پورې د چین او یوه بل هیواد تر ټولو پراخه گډ پوځي تمرینات دي. په دې تمریناتو کې به لږ تر لږه څلور چینایي ویجاړونکې کښتۍ، دوه پر مختللې په توغندیو سمبال پیړۍ او یوه ملاتړ کوونکې کښتۍ گډون وکړي.
د چین د سمندري ځواکونو قوماندان وو شینگلي، ویلي دي چې دا د چین او روسیې له پاره ډیره مهمه خبره ده چې په گډه د گواښونو د له منځه وړلو کې تمرینات وکړي. هغه ټینکار کړی دی چې دغه شان تمرینات په سیمه کې د سولې او ثبات د رامنځ کیدو په موخه ترسره کیږي.
چین اوس په اسیا کې پیاوړی پوځي حضور لري. دا په داسې حال کې ده چې یو شمیر سیمه ییز او لیرې پراته هیوادونه د چین پیاوړی پوځي حضور د خپل ځان له پاره یو گواښ بولي.
کله چې سږ کال د شمالي او جنوبي کوریاو تر منځ اړیکې ډیرې ترینگلې شوې، نو نړیوالې ټولنې له چین څخه تمه لرله چې د شمالي کوریا مخه ونیسي او دغه هیواد ته اجازه ور نه کړي چې له خپل گاونډي هیواد سره جگړه پیل کړي.
په همدې حال کې بیا جاپان د چین د مخ په ډیریدونکي پوځي حضور په اړه اندیښنه لري. چین او جاپان د یو شمیر ټاپوگانو پر سره له یو بل سره له څو کلونو راهیسې دعوا لري. په وروستیو کلونو کې چین څو وارې دغو شخړییزو ټاپوگانو ته خپلې جنگي پیړۍ استولي دي.